د آنلاين اسلامې لارښود اهداف
ګرانو د اسلامې ښوونې مينوالو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
زمونږ اهداف په لاندې ډول دي :
۱- تر وسه پورې ټولنې ته د الهی اوامرو رسول .
۲- د بې دينيو او منکراتو پرضد په نقلي او عقلي دلايلو ولاړه کلکه مبارزه .
۳- مونږ يواځې خلک دیوه الله بنده ګۍ ته رابولو په خپل ذهن کې نه د قوم پرستی نه د ژبپرستی نه د سمت پرستی ځای لرو اونه په داسې شيطاني بې ګټی افعالو خپل قيمتي وخت ضايع کوو .
۴- هيله ده چې له اسلامې لارښود څخه مکمل مطلب کاپی نشي داځکه چې ټول مطالب د ادامې په حال کې دي تکميل شوي نه دي بل له انسان څخه سهوه کيږي دلته يې په آسانی سره اصلاح کولای شو بل ځای به بيا چيری ورپسی ګرځو اوهمدارنګه د تبصري لپاره ځای هم لرو .
که هغه ويب پانی او بلاکونه چې د الهی دين د خدمت لپاره يې مټی رانغښتې وي زمونږ ټوله پاڼه د دوی په خدمت کې ده کولای شي مکمله پاڼه او يا کوم مطلب چې ستاسو خوښ وي له خپلی پاڼی سره لينک کړي چې دا د ويبپاڼو عامه قاعده ده .
۵- که زمونږ په خپرو شويو مطالبو کې تاسې کومه خطا وليدله په مهربانی سره مونږ ورباندې خبر کړئ .
۶- مونږ ددی سترکار وړتيا په خپل ځان کې له سره نه وينو خو ننيو حالاتو ته په ليدو سره ايمانی ولولو مجبورکړی يو چې چوپ پاتی نشو.
۷- ستاسې هغه نظريات او نيوکې نشروو چې د اسلام په چوکات کې وي يعنی د خير او اصلاح لپاره وي خو داسې نظر او نيوکې چه په هغه کې يوه ذره خدای ج مه کړه دين ،قوم ،شخص ته سپکاوي شوي وي يا د ادب ،اخلاقو او سړيتوب خلاف وي نه نشروو.
۸- که مونږ ته هر خدمت وي يا تاسې په ډونلوډ کې ، د تبصری په ليکلو کې ، په ثبت نام کې يا د پاڼی په لوستلو کې له ستونزو سره مخ شوی زمونږ سره اړيکه ونيسی .
په درناوی
team آنلاين اسلامې لارښود
کومک
1- که غواړئ په آن لاين اسلامې لارښود کې په چټک ډول کوم مطلب وپلټئ په چټک لټون کې خپل مطلب مثلاً قمار وليکی وروسته ابحث ووهی .
۲- که غواړئ کوم مطلب چاپ کړئ د هر مطلب چپې خوا پاس ګنج کې د پرينټر نښه ده هغه کليک کړئ .
۳- که غواړئ کوم مطلب خپل ملګرې ته وليږئ د هر مطلب چپې خوا پاس ګنج کې د مکتوب نښه ده هغه کليک کړئ .
۴- که غواړئ په کوم مطلب خپل نظر يا تبصيره وليکئ د مطلب په آخر کې علق کليک کړئ په اسم المستخدم کې خپل نوم او په البريدالالکتروني کې ايمل او بيا خپل نظر وليکی .
۵- كه غواړئ په آن لاين کې ځان راجستر کړئ د اسم المستخدم نه لاندې انشئ حسابا جديداً کليک کړي په اسم المستخدم کې خپل نوم ورسته په بريدالالکتروني کې خپل ايمل بيا کلمة السر کې پاسورد او شخصی معلومات نوم ،لقب ، ځای او د ریاضی معادلی حل او وروسته انشی حسابا جديدً کليک کړئ .
۶- که غواړی د آن لاين له زخيرې څخه کوم فايل ډونلوډ کړئ کله چې د فورشير پاڼې ته لاړۍ د فايل له نوم څخه لاندې download now کليک کړئ
څو ثانيې صبر وکړي تر څو click here to download this file ښکاره شي په هغه باندې کليک وکړئ او فايل خوندې کړئ .





August 28th, 2011 عند 6:56 am
اول ستاسوسوکالی زماآرزو ده: هیله کوم تاسو خپل جان راته معرفی کری چی ستاسوعلم سومره ده سوکسان مفتان یاست .ستاسو علمی رتبی سه دی او په کوم مذهب فتواگانی ورکوی اوپه کوم جای کی موقعیت لری . زیاته مننه.
اداره :
اسلام عليکم
August 28th, 2011 عند 12:19 pm
اسلام عليکم
ستاسې سوکالی هم زمونږ هيله ده متعال خدای مو روغ او سوکاله لره .
چې کله شرايط مساعد شول نو بيا به ان شآء الله تاسې ته ددې پاڼې تشکيل او د تحصيل درجې وښايو
دې ته مه ګوره چې څوک يو دې ته وګوره چې د چا خبرې او اقوال دي د هر مطلب سره مو تبصيره ځای پر ځای کړی ده چې هر څوک کولای شي کوم مطلب باندې نيوکه لري ازادانه خپله نيوکه وکړي .
ددې سايټ ټول مطالب د قرآن ،سنتو او حنفي فقه په رڼا کې ترتيب شوی دي .
ټول مطالب يې د دقيقو څيړنو وروسته نشريږي حتې داسې هم شوی دي چې د يوه مطلب د ښه اطمنان د پاره مو شپږ مياشتې پلټنې کړی دی ،بيا مو د نورو معتبرو اسلامې مراجعو څخه کومک غوښتی دی او بيا مو د علماء سره مشوره کړی ده او دهغه وروسته مو د متعال خدای جل جلاله په فضل او توکل نشر کړی دي .
که بيا هم په کوم مطلب کې علمي ستونزه موجوده وي پخوا مو هم ټولو ته وړانديز کړی دی چې هغه ايماناً او وجداناً په ګوته کړی .
ددې پاڼې د فعاليت هدف د الهي دين لوړوالی ، دکفر او الحاد د تبلغاتي يرغل مخې ته دريدل دي .
الله تعالی يې دې د مسلمانانو د پاره ګټوره وګرځوي .
آن لاين اسلامې لارښود – کابل افغانستان