د ګناه اونافرمانی سره سره د دنيا نعمتونه او په عيش کې ژوند استدراج دی

 

نن سبا د ډيرو کسان په ذهن کې دا پوښتنه ګرځی چې ولی يو کس نافرمانه وي لمونځ نه کوي د مال او دولت زکات نه ورکوي اونور په ډيرو ګناهونو لړلی وي او نور خلک د لويې ،فخرله وجی بې ځايه آزاروي .

    سره له نافرمانی بياهم الله تعالی د رزق لوی وسعت ورکړی وي اودا کس هم داسې ګمان کوي چې زه نو ډير ښه سړی يم الله تعالی له ماڅخه راضی دی ځکه يې دومره نعمتونه راکړي دی نه داسې نده داپوښتنه به په لاندې حديث شريف کې حل شي .   

عن عقبة بن عامر عن النبی صلی الله عليه وسلم قال اذا رأيت الله عزوجل يعطی العبد علی معاصية ما يُحِب فانما استدراج ثم تلا رسول الله صلی الله عليه وسلم فلما نسوا مَاذُکِّرُوا به فتحناعليهم ابواب کل شیءٍ حتی اذا فرحوا بما اوتوا اخذنهم بغتة فاِذاهم مُبلسُون (رواه احمد) .
د عقبه بن عامر نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائيلی دی چې هرکله تاسې ووينئ  چه الله تعالی يوه بنده ته د ګناه او نافرمانی سره سره د دنيا نعمتونه مال ،دولت ،راحت او عزت ورکوي کوم چې هغه بنده يې غوښتونکی او طلبګار دی .
نوپوه شی چې هغه دده په حق کې استدراج دی بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دا آيت تلاوت کړ فَلَمَّا نَسُوْا مَاذُکِّرُوا بِه الايه 

يعنی هرکله چه هغه خبرې هيرې کړي دکومو چې ورته نصيحت شوی وو نومونږ په هغوی باندې د دنيا د ټولو نعمتونو دروازی خلاصوو تردې چه هغوی ددی نعمتونو په ورکړه باندې ښه مست شو او فخر يې وکړ نومونږ يو دم هغوی پخپل عذاب کې سخت ونيول پس هغوی په حيرانی او وارخطايی کې نا هيلي شول .


 

 

د ښه مقصد لپاره د دنيا حاصلولو فضيلت
عن ابی هريرة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من طلب الدنيا حلالاً اِستيعفافاً عن المسئلة وسعياعلی اهله وتعظفاً علی جاره لقی الله يوم القيامة وَ وجهه مثل القمر ليلة البدر ومن طلب الدنيا حلالاً مکاثراً مفاخراً مرائياً لقی الله تعالی وهو عليه غضبان (رواه البيهقی فی شعب ايمان ) .
د ابی هريرة نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائيلی دی : چې کوم سړی دنيا په حلاله طريقه ددی مقصد لپاره حاصلوي چه د نورو له سوال

إضافة تعليق

يجب عليك تسجيل الدخول لإرسال تعليق.