زما نوم مريم دی يوه امريکایی يم چې له مسيحيت څخه مې د اسلام طرف مخ کړ او همدارنګه خپله مور مې هم اسلام دعوت کړی ده .
ما يوازې قرآن او حديث صحي مطالعه کړی دي او زما مطالعه د مسلمانانو په باب نه وه ځکه هغوی د واقعي اسلام ښکارندوينه نه کوي .
هر څوک که د اسلام او مسيحيت په اړه څه پوښتنه لري هر وخت کولای شي زما ايمل ته خپله پوښتنه راوليږي . انجيل مې پوره ياد دی اود ټول عمر په دوران کې مې هغه پوره مطالعه کړی دی نو ځکه زه د مسيحيت په اړه د څه ځواب ورکولو پوره توان لرم .
زه نه غواړم پر چا په زور سره اسلام تحميل کړم او نه هم په شروع کې له چا څخه نفرت او بد احساس کوم ځکه يوازې الله تعالی پوهيږي چې څوک به ښه وي او څوک بد . زما د اسلامې دعوت دروازه د هر چا پر مخ خلاصه ده . اسلام يوازې زما دين نه دی بلکي اسلام د ټول بشريت د پاره استول شوی دی .
څرنګه چې زه د مور يوازنې تنها اولاد ومه نو ځکه مې په وړوکتوب کې د فکر کولو د پاره زيات وخت لرلو .
مور مې ليدله چې ډير کوښښ به يې کولو تر څو يو ښه مسيحي وي .عجيبه دا وه چې کله به مې له مور نه کوم پرمحتوی سوال کولو نو هغې به مخ بلې خوا ته واړولو .
له يوې کليسا بلې کليسا ته تلل خو هيڅکله مې هغه شی چې په لټون کې وم پيدا نه کړل . هميشه به مې په زړه کې د خدای احساس کولو هغه زما سره ډير لطف او احسان کړی دی .څرنګه چې د انجيل کتاب مې د الله تعالی د کامل کتاب په طور نه پيږدلو نو ځکه پوهيدمه چې دلته څه شی ورک دي او صحي نه دی .پر پيغمبرانو مې ايمان لرلو خو دهغوی قصې د وخت په تيريدلو سره تحريف شوې وې . زه پوهيدلمه چې يوه ورځ به مې الله تعالی سرلوړیې کړي .
د فريښتو په وجود مې ايمان لرلو او يوه شپه مې هغوی په خوب وليدلې خو ماته يې ځان نه ښودلو ما فکر کولو هغوی زما په حال غمګينې دي ځکه ډيره غمګينه او فريشانه ومه . هغوی ته مې ويل تاسې بايد د خدای له طرفه څه شی راوړې وي . زه هغه وخت اوه کلنه ومه او په ژړا مې پيل وکړ او بيا به مې د خوشحالۍ او آرامۍ احساس کولو .
په 1998 کال د اکتبر په مياشت کې مې د ټولې ارپا سفر لرلو . زه د محمد (صلی الله عليه وسلم ) په تلاش کې ومه .فکر مې کولو چې هغه به محمد علی بوکسر يو تن دی چې د هغه په تلاش کې يمه کله مې چې له هغه نه پوښتنه وکړه ويې خندل ومې پوښتل نو محمد څوک دی ؟ ځواب يې راکړ هغه آخرين پيغمبر دی . هغه پيغمبر چې ټول بشريت ته يې اسلام وړاندې کړی دی تر دې وخته پورې ما هيڅکله هم د اسلام په نوم کلمه نه وه اوردلې . له هغه نه مې وپوښتل اسلام څه شی دی ؟ هغه را ته وويل : اسلام يو دين دی (عجيب شی چې د ژوند تر 25 کلنې پورې مې نه وو اوردلي ) . ويې ويل : محمد آخرين پيغمبر دی کوم چې د مسيح عليه سلام نه وروسته نازل شوی دی ومې ويل آيا مسيح هم کتاب لري ؟ قرآن به هم حتماً د انجيل په څير منسوخ شوی وي .
کوم شيان مې چې له هغه څخه وارويدل ډيره يې حيرانه کړمه مګر هغه وخت مې زيات وخت نه لرلو خو همغه ورځ هغه ورځ وه چې په زړه کې مې د اسلام يوه دانه شنه شوه او همداسې يې تر ننه ورځې نمو وکړه .
خپل ځان مې موظف وګڼلو تر څو مطالعات او تحقيق وکړمه .
يو ورځ مې له خپل ملګري سره په پارک کې چکر وهلو د مسلمانانو پر يوې ډلې مې سترګې ولګيده چې د سهار چای خوړلو .ودريمه او هغوی ته مې وکتل يو له هغوی زما سره تعارف وکړ او ماته يې وويل چې چای راسره وڅښه . هغه سړی ډير خوشحاله وو زه په دې تعجب کې وم چې هغه په څه باندې داسې خوشحاله دی .
يو کتاب يې په ډير احترام په لاس کې نيولی وو . له ځانه سره مې وويل دا څه عجيب کتاب دی چې دومره په درناوی سره يې په لاس کې نيولی دی ؟ هغه ورور مې خوښ شو په حقيقت کې هغه زما ديني ورور وو .
زما دې ملګري هغه خوښ نه شوم او ماته يې وويل ګوره هغوی خوښ نه کړي او مسمانه نه شی هغوی چندان ژوند نه لري ، د هغه ايمان ډير ضعيف ؤ د دين نه يې ټول شناخت دا وه تر څو هغه له دوذخ څخه ځان وساتي .
پس له يو کال مې انګليس ته سفر وکړ او د انګليسی ترجمه شوی قرآنکريم په لټه کې شوم هغه وخت مې دا تصمييم نه لرلو چې مسلمانه شمه يا نه . مګر هلته دری امامانو ماته وويل چې ولی قرآن کريم د دومره درناوی کتاب دی او نور کتابونه دا ډول نه دي .
هغوی ما ته د مسلمانيدلو د قصد او نيت په اړه څه لارښونه وکړه بې له څه ځنډه حمام ته ولاړمه غسل مې وکړ وروسته هغوی قرآنکريم زما په لاس کې راکړ په داسې حال کې چې قرآن مې په لاس کې نيولی ؤ په ژړا مې پيل وکړ هغه وخت دومره خوشحاله ومه چې په ټول ژوند کې هيچرې هم دومره نه ومه خوشحاله شوې د 1999 د جولای په اوم د اسلام په مقدس دين مشرفه شومه
منبع

آن لاين اسلامې لارښود (د اسلامې نړې موهمې پيشې )