بنيادي مطلب دی هيله ده په غور يې تر پايه ولولی
اول حجاب : د الله تعالی په نسبت جهل (ناپوهي ) :
يعنی دا چې بنده الله تعالی په صحي توګه ونه پيږني ، او څوک چې الله تعالی نه پيږني د هغه پر ځای د شيطان اطاعت کوي نو ځکه الله تعالی لومړی مؤمنان د الله تعالی پيږندلو ته دعوتوي :
{ فاعلم أنه لا إله إلا الله واستغفر لذنبک وللمؤمنین والمؤمنات } [محمد: ۱۹]
نو پوه شه چې بې شکه له الله پرته بل معبود بر حق نشته او خپل کمي او ګناه او دمؤمنو سړيو او مؤمنو ښځو (د ګناه ) بخښنه وغواړه .
څوک چې واقعاً اهل سنت پيغمبر صلی الله عليه وسلم دي او د الله تعالی په نسبت د علم او پوهي په کوښښ کې دي هغوی هغه کسان دي چې د الله تعالی له دوستانو سره دوستي او مينه لري
{ إن الذین آمنوا وعملوا الصالحات سیجعل لهم الرحمن ودّا } [مریم: ۹۶]
بې شکه هغه کسان چې ايمان يې راوړ او ښه کارونه يې تر سره کړل رحمان به ژر د دوی مينه (د خلکو په زړونو کې ورواچوي ) .
{ واستغفروا ربکم ثم توبوا إلیه إن ربی رحیم ودود } [هود: ۹۰]
او له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ بيا تاسې هغه ته ور وګرځئ بې شکه چې زما رب مهربانه ،مينه ناک دی
دوهم حجاب : بدعت دی
هر څوک چې په دين د اسلام کې نوی شيان پيدا کوي ددې بدعت او نوی پيدا څيزونو په وجه د بنده او الله تعالی تر منيځ يوه پرده رامينځ ته کيږي تر هغه پورې چې له دې عمل څخه لاس وانخلي دا پرده همداسې پاتې وي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَن عَمِلَ عَمَلاً لَيسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم )
 (که څوک کوم داسې عمل ترسره کړي چې زمونږ د دستور (دين ) مطابق نه وي نو هعه مردود دی )  
هر نيک کار دوه شرطونه لري :
اول : اخلاص يعنی هغه کار يوازې د الله تعالی د پاره وي او بدون له شرکه وي .
دوهم : هغه کار د محمد صلی الله عليه وسلم په طريقه وي .
په هر کار کې چه دا دوه شرطه نه وي هغه په شريعت کې نيک کار نه بلل کيږي او د الله تعالی طرف ته نه پورته کيږي ځکه الله تعالی ته يوازې پاک او صحي کار رسيږي .
په دی توګه بدعت يو حجاب دی د بنده او الله تعالی تر مينځ چې دې نيک کار د رسيدو مانع ګرځي او دا پرده الله تعالی ته د بنده د نه رسيدلو په معنی ده .
مبتدع (يعنی هغه څوک چې په دين نوی شيان پيدا کوي ) الله تعالی ته د خپلې رايې له مخې عبادت کوي نه د الله تعالی د غوښتنې موافق ، نو د انسان نفسي غوښتنې او د انسان خپله رايه يو حجاب دی د بنده او پروردګار تر منيځ .
بايد پوه شو چې اهل بدعت له ګناهکار څخه بتره دي ځکه ګناهکار سړی خپل ځان مقصر ښيئ مګر بدعتي سړی خپل ځان ښه بولي او په شدت سره له هغه دفاع هم کوي او هغه الله تعالی ته د نزيدکت سبب هم بولي .
 
دريم حجاب د ننه کبيره ګناهونه :
دا ګناوي ډیرې دي لکه کبر،فخر او غرور ،کينه او حسد د ننه ګناهونه ډيرې دي چه دا ګناهونه د ظاهري ګناهونو نه بتره دي لکله زنا ، خمر ،غلا اونور ځکه که دغه د ننه ګناهونه يو ځل په زړه کې ځای ونيسي نو هغه بيا په يوه پرده يا حجاب بدليږي او د بنده او پروردګار تر مينځ مانع ګرځي .
الله تعالی ته د رسيدلو لاره د زړه په وسيله طی کيږي نه د پښو په وسيله او دغه ګناهونه د زړه په ميزل کې خنډونه جوړوي .
 
څلورم حجاب ښکاره کبيره ګناهونه :
لکه غلا،رشوت د شرابو څښل ، سود او نور ښکاره ګناهونه دي .
يو شی ته بايد پام وي په ضعيره ګناه دوام کړل کبيره ګناه ګرځي .
په عمومي ډول هر ضعيره ګناه د لاندې عوامل په صورت کې په کبيره ګناه بدليږي :
۱- د ګناه په دوام سره : مثلاً یو سړی دا عادت کري چې بيګانه ښځو او نجونو ته ګوري که څه هم چې نامحرمو ته کتل د سترګو زنا ده د پوره زنا نه وړه ده مګر د دوام په صورت کې دا ګناه په لويه ګناه بدليږي .
۲- د ګناه کم کڼل : يو وړه ګناه وي خو هغه ته کوم ارزش نه ورکوي که ورته ووايي چې دا پريږده دی به وايي دا دومره لويه ګناه نه ده ، مثلاً يو کس چې سګريټ څکوي که هغه ته ووايي چې دا صحي او اقتصادي اضرار لري دا پريږده هغه په ځواب کې وايي دا دومره لويه ګناه نه ده الله تعالی مهربانه دی .
۳- د ګناه په کولو خوشحاليدل : ځنې وخت بعضی کسان ګناه کوي او په هغه خوشحالي او افتخار کوي
بايد پوه شو چې د ګناه تر کولو په هغه باندې د خوشحاله کيدلو او افتخار ګناه لويه ده .
او دغه انساني ليوان به وينئ چه  يو مسلمان ته په فريب ورکولو افتخار کوي چې ومې وغولولو .
الله تعالی فرمايي :
{ إن الذین یحبون أن تشیع الفاحشة فی الذین آمنوا لهم عذاب ألیم } [نور: ۱۹]
کوم کسان چې غواړي د مسلمانانو په ډله کې بد کاري خوره کړي بې شکه هغوی په دنيا او آخرت کې د دردناک عذاب وړ دي .
۴- مجاهره : مجاهره يعنې دا چې يو کس د شپې کومه ګناه وکړي الله تعالی په هغه باندې پرده واچوي خو هغه خپل د ځان پرده وشکوي او د ورځې د خپلې ګناه حال خلکو ته بيانوي .
۵- چې يو څوک په خلکو کې د کوچنی ګناه نمونه او رواجونکی شي : فکر وکړي که د يوې کارخانې مدير او يا د مدرسې مدير يوې کوچنې ګناه باندې لاس پورې کړي او پخپلو ماتحتو کې يې رواج کړي نو دا شخص د ګناه د رواجولو واله شو .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي،او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).

ليکنه : امام ابن قيم (رح )

ژباړه : حمدالله شاکري