که يو څوک په کفری ټولنه کې ژوند کوی او د ډاکتر، معلم او نورو سره د روغبړ په وخت کې د لاس ورکول نه ډډه کوی او دلاس نه يوه سپينه ټوټه تاووی چې ډاکتر، معلم يا بل فکر وکړی چې لاس يي خوږ يا زخمی شوی دی البته که فاعل او مفعول ښځه يا سړی وی نو که د اسلام له مخی يي راته ځواب کړی چې تر کومه حده سړی نه شی کولای چې چاته لاس ورکړی نو خوښ به شم    - حيات هجران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
 بیګانه يا نامحرمو ښځو ته لاس ورکول مطلق ناجاير دي رواه نه ده چې ښځه بيګانه سړی ته او سړی بيګانه ښځې ته لاس ورکړي ،په ځنو سيمو کې داسې رواج دی چې ښځه کله بيګانه سړی ته د روغبړ په وخت کې لاس ورکوي نو خپل لاس په ټکرې يا پړونې کې نغاړې نا محرمو ته لاس ورکول ناروا دي که په مستقيم ډول وي يا غير مستقيم (د ټکرې په پردې ) سره .
په صحيح حديث کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت دی چه فرمايي : « إِنِّي لَا أُصَافِحُ النِّسَاءَ» «زه له ښځو سره مصافحه نه کوم»[1]
عائشه رضی الله عنها وايي : « مَا مَسَّتْ يَدُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدَ امْرَأَةٍ قَطُّ غَيْرَ أَنَّهُ يُبَايِعُهُنَّ بِالْكَلَامِ»
« رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅکله هم (بيګانه ) ښځې ته لاس نه ورکولو ، او له ښځو سره به يې په ژبه بيعت کولو »[2]
په يو حديث شريف کې راغلي: «لئن يُضْرَب أحدكم بمِخْيَطٍ في رأسه خيرٌ من ان يصافح امرأة لاتَحِلُّ له» «که د تاسې نه د يو په سر کې ستن يا ميخ لاړ شي تر دې غوره دی چې يوې نا محرمې ښځې سره په لاسونو روغبړ وکړي »[3]
د پورته حديث شريف د صحت او ضعف په باره کې څه بحث شته ولې دا بحث کوچنی دی مګر د وعيد له احاديثو څخه يو حديث دی چې ددې په وسيله د يو نا مناسبه کار څخه منعه کول دي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ د پاره غوره نمونه ده الله تبارک وتعالی فرمايي :
« لقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآَخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا » [احزاب.21] (په حقيقت کې تاسې لپاره د الله په پيغمبر کې د نيکۍ خورا غوره نمونه ده د هر هغه چا د پاره چه د الله او د آخرت د ورځې هيله من دي او الله ډير يادوي ) .

فتاوي بلدالحرام – الشیخ ابن باز- مجلة الدعوة،العدد(885) ، فتاوی اللجنةالدائمة للبحوث العلمية والإفتاء. (17/29،30).

څيړنه او ژباړه : موقع آن لاين اسلامې لارښود


[1] «موطأ مالک»2/982(1775)، او أحمد(6/357)، او النسائی(4186)، او ابن ماجه(2874)، او ابن حبان(4553) بزیادة فیه. او صححه الألباني، في «صحیح ابن ماجه»(2323).

[2] البخاري (5288)، او مسلم(1866).

 [3] الطبراني في«الکبیر» 20/211 ، 212 (486، 487)بنحوه مرفوعاً ، او ابن أبي شیبة في «المصنف» (17316)موقوفاً علی معقل بن یسار رضي الله عنه  قال الهیثمي في «مجمع الزوائد»(4/326): «رواه الطبراني او رجاله رجال الصحیح»، او صحح الألباني رفعه کما في «السلسلة الصحیحة»(1/447)،