۱- جومات ته د ننوتلو په وخت کې بايد اول ښئ پښه وړاندې شي او دا دُعا وويل شي: اَللهُمَّ افْتَحْ لِی اَبْوَابِ رَحْمَتيکَ (ای الله ! زما پر مخ د خپل رحمت دروازې پرانيزه ) .

۲- د جومات له ننوتلو تر کيناستو مخکې دوه رکعته تحية المسجد لمونځ کول پکار دي ،د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی ( په تاسې کې چې څوک جومات ته ولاړشي ترڅو يې چې دوه رکعته لمونځ نه وی کړی تر هغې دې نه کښيني ) (بخاری او مسلم ) .

۳- د جومات نه د وتلو په وخت کې به اول چپه پښه وړاندې کوﺉ او دا دُعا به وايی: «اَللهُمَّ اِنِّی اَسْئَلُکَ مِنْ فَضْلِکَ» (ای الله ! زه له تا نه ستا د فضل او کرم غوښتونکی يم ) .

۴- په جومات کې د زيات نقش او نګار کوښښ کول نه دي پکار.

۵- جومات ته په داسې حال کې تلل چې اوږه،پياز،تنباکو او نور بد بويه شی يې خوړلی وي تلل مکروه دي لومړی دې خپله خوله وويځي بيا دې مسجد ته داخل شي .

۶- په جومات کې خبرې کول ،شورماشو کول او اخيستل او خرڅول مکروه دي له بده مرغه زمونږ د هيواد په ډيرو برخو کې چې ژمی شي او خلک وزګار شي نو بيا په جومات کې خپل بنډارونه کوي .

رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : څوک چې په جومات کې خبرې کول پيل کړي ،نو ملائکې په لومړی ځل ورته وايي (اُسْکُتْ يَا وَلِیَ الله ) يعنی ای د الله دوسته ! چوپ شه ،که بيا خبرو ته دوام ورکړي ،نو ملائکې ورته وايي (اُسْکُتْ يَا بَغِيْضَ الله ) چوپ شه ای د الله دوښمنه ! که بيا هم چوپ نشي نو په دريم ځل ملائکې ورته وايي (اُسْکُتْ لَعْنَتُ الله عَلَيْکَ ) يعنی چپ شه د الله (جل جلاله) لعنت وي پر تا .

همدارنګه په مشکوة شريف کې د شعب الايمان په حواله يو روايت راغلی چې جناب رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : په آخيره زمانه کې به داسې خلک پيدا شي چې جومات ته به راځي ،هلته به ډلې ډلې کښيني او دنياوي خبرې به کوي تاسې له داسې خلکو سره مه کښينﺉ ،ځکه چې الله تعالی ته په جومات کې د داسې خلکو ضرورت نشته (عمدة الاحکام ص ۷۵ ) .

ابن همام رحمه الله وايي په جومات کې دنياوی خبرې نيکی داسې له منځه وړي لکه وچ بوټي چې اور خوري (فتح القدير) .

۷- په جومات کې په اوچت آواز لمونځ کول نه دی پکار ځکه چې د نورو د لمونځ د اخلال سبب ګرځي او د نورو په لمانځه کې اخلال ګناه ده .

۸- د جومات دوازه تړل نه دي پکار که د سامان د غلا خطر وي نو په هغه وخت کې يې تړلی شي چې د لمانځه وخت نه وي .

۹- جومات ته د جنوب ،نفاسې او حائضې ننوتل ګناه ده .

۱۰- په جمات کې لاره جوړل ناجايز دي که سخت ضرورت وي نو باک نلري .

۱۱- په جومات کې چې کوم ځای خالي وي هلته کيناستل په کار دي د خلکو په اږو تيريدل ګناه ده .

۱۲- په پښو پوری که څه خټی نيښتې وي مخکی له ننولو جومات هغه وينځل پکار دي .

۱۳- په جومات کې د ننه آذان ويل مکروه دی .

۱۴- جومات ته د داسې ماشومانو بول چې د متيازو حال نشي ويلای يا داسۍ بې عقل او ليونی چې په پاکی او ناپاکی نه پوکيږي ننول پکار نه دي .

داسې ماشومان چې د لمانځه سن ته نه وي رسيدلی د لمونځ کونکو د آزار سبب ګرځي .

او هغه چې جومات يې تلل مشروع وي د جومات اهل بايد پر هغوی سخت ګيري ونه کړي

(اسلامې فقه ،فتاوی اسلامية ،عمدة الاحکام ،فتاوي المحمودي حنفي )

آن لاين اسلامي لارښود