والدينو ته پکار ده چې خپلو ماشومانو ته د خبرو اسلامي آداب په پوره اهتمام ور زده کړې تر څو بلوغ ته وروسته پوره ورسره عادت وي .

هر خبره که ښه وي يا بده د انسان په اعمالو کې ليکل کيږي ، ښه خبره صدقه ده لکه په حديث شريف راغلي :« والكلِمةُ الطَّيِّبَةُ صدَقَةٌ » (او نيکه خبره صدقه ده ) .

خبرو ته توجه او يا د ژبې حفاظت زيات اهميت لري ، ژبه هم د فلاح او کاميابۍ وسيله ده او هم د هلاکت او بربادۍ .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« أَلاَ أُخْبِرُكَ بِمَلاَكِ ذلِكَ كُلِّهِ؟. قُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ، فَأَخَذَ بِلِسَانِهِ وَقَالَ: كُفَّ عَلَيْكَ هذَا. قُلْتُ: يَا نَبِيَّ اللهِ، وَإِنَّا لَمُؤَاخَذُونَ بِمَا نَتَكَلَّمُ بِهِ؟ فَقَالَ: ثَقِلَتْكَ أُمُّكَ يَا مُعَاذُ، وَهَلْ يَكُبُّ النَّاسَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ -أَوْ قَالَ: عَلَى مَنَاخِرِهِمْ- إِلاَّ حَصَائِدُ أَلْسِنَتِهِمْ؟ (رواه الترمذي حسن صحيح).

ژباړه : آيا تا د د ټولو د آساس او بنسټ نه خبر نه کړم ؟ و مې ويل : هو ،يا رسول الله ! هغه خپله ژبه ونيوله او يې فرمايل : دا وساته . ومې ويل ای د الله پيغمبره ! ايا مونږ په هغه څه باندې پوښتل کيږي چې په دغه (ژبه ) سره يې وايو ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : مور دې ستا په غمرازی کېني ( الله تعالی ) خلک په مخونو خپلو او يا دا چې ويې فرمايل : په پوزو خپلو سره د دوزخ په اور کې غورځوي ، مګر دا يوازې په بيهوده خبرو او د دوی د ژبو د کرلو په وجه .

د خبرو کولو ځينې مسنونه آداب :

۱- خبرې بايد واضح او روښانه وي او که بې له تکرار څخه څوک نه پوهیږی تکرار شي.

۲- خبرې بايد د مقابل لورې له سويه سره برابرې وي د داسې لغاتو او الفاظو کارول پکار نه دي چې اورېدونکی نه ورباندې پوهيږي .

( إن الله -عز وجل- يبغض البليغ من الرجال ، الذي يتخلل بلسانه كما تخلل الباقرة بلسانه )

۳- بې ضرورته د خبرې اوږدول په کار نه دي .

۴- د بل په خبره کې ور کډېدل نه دي پکار کله چې د هغه خبره خلاص شي خپله خبره کول پکار دي