آداب د ادب جمع ده او ادب د ښو او حميده عاداتو نوم دی .

اول- د والدين سره ادب او احترام :

والدين ته پکار ده چې خپل اولادونه ته د مور او پلار ادب ، احترام او ښه سلوک کولو باندې وروزي ځکه چې د الله تعالی د عبادت کولو وروسته د والدينو سره د ښه سلوک کولو حکم شوی دی :

لقوله سبحانه وتعالی :[وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا * وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ] (الإسراء/۲۳، ۲۴).

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ ، که د هغوی يو يا دواړه ستا سره زړښت ته ورسيږي ، ورته اف (هم) مه وايه ( د دوی ډير لږ سپکاوی مه کوه ) او پر دوی د رټلو چيغه مه وهه بلکي د دوی سره په ادب او درناوی خبره کوه .

له ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی؟ نبی کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : بِرُّ الوَالِدَيْنِ، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ ( متفقٌ عَلَيهِ).

 ژباړه : په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د موراو پلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د الله (جل جلا له)  په لار کی جهاد .

همدارنګه رسول کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين (ترمذی 1899-، البزار 2394 او حاکم 4/152(7249)

ژباړه: د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .

او د مور پلار نافرماني کول او د هغوی سره بد کول د شرک وروسته ستره ګناه ده ، د بخاري شريف په حديث راغلي «أَلا أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ»؟ ثَلاثًا. قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ» (رواه البخاري).

ژباړه: آيا تاسې له سترو ګناهونو خبر نه کړم ؟ ( دا جمله ) يې دری ځله تکرار کړه ، صحابه رضی الله عنهم وويل : هو، يا رسول الله صلی الله عليه وسلم !، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : د الله تعالی سره شريک نيول او د مور او پلار نافرماني کول .

آن لاين اسلامي لارښود