۱- د ايمان او عقيدې ضعف

۲- د اولاد په تربيه کې د والدينو غفلت .

۳- شيطاني خپرونې ( زياتره هغه تلويزيونونه ، راډيوګانې ، انترنټ پاڼې ، سريال او فلمونه  چې اصلي هدف يې د ټولنې او په خاصه ټوګه ځوانانو انحراف دی ) .

۴- شرعي علم ته توجه نه کول ، او د ګناهونو د خطرناکو پايلو څخه غفلت .

۵- د بدو او فاسقو کسانو ملګري .

۶- په ټولنه کې د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ترک کول .

۷- د فاسقانو او کافرانو سره په لباس ، ګفتار او ګردار کې مشابهت کول .

۸- د صبر او ثبات ترک او د راحت او آسانۍ غوښتنه او د شهواني خيالونو پالل.
۹- اوږده اميدونه او د مرګ څخه غفلت .

۱۰- د اسلام دوښمنو پر وړاندې يوازې په نظامي هڅو اکتفاء کول او د غزوه فکري ترک کول .

۱۱- په بې کاری او بې مسئولتی کې خپل وخت تيرول .

۱۲- د ښځو تبرج او بې حجابي په کوڅو او بازارونو کې .

۱۳- د نارينه او ښځو ، نجونو او ځوانانو اختلاط او کډون په علمي ، کاري او عامه ځايونو کې .

۱۴- د لمانځه ترک کول يا په صحي توګه لمونځ نه ادا کول ځکه چې لمونځ سړی له بدو کارونو څخه ساتي .

۱۵- د والدين سره بد سلوک .

۱۶- مخدراتو ته لاس اچول لکه : شراب ، چرس ، پوډر او نور …

۱۷- زيات ناز او نعمت .

و السلام عليکم

موقع : طريق الی الله .

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود