که مازدیګر لمونځ قضاء شی دماښام له لمانځه مخکی راګرزول کیږی که ورورسته

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په مکروهه وخت کې د نفلي او فرضي لمونځونو کول مکروه تحريمي دي او د مکروه وختونو څخه يو هم د مازديګر د لمانځه وروسته تر لمر لوېدو پورې وخت دی مګر په دغه وخت کې د همدې ورځې د مازديګر لمونځ ادا کول جايز دی يعنې : د ماښام يا لمر لوېدو مخکې ادا يې جايز دي .

يكره تحريماً فيها كل صلاة مطلقاً، فرضاً أو نفلاً، أو واجباً،ولو قضاء لشيء واجب في الذمة، أو صلاة جنازة أو سجدة تلاوة أو سهو، إلا يوم الجمعة على المعتمد المصحح، وإلا فرض عصر اليوم أداء.

(فقه الاسلامي وادلته ، فتح القدير مع العناية:161/1-166 الدر المختار:1/343-349).

آن لاين اسلامي لارښود