په منا کې جمرې کول :

د طواف زيارت وروسته به حاجيان منا ته ځې په منا کې شپه تيرول سنت دي او د زوال نه وروسته به دري واړه جمري ولي .

لومړی به د خَیف د جومات له طرف څخه جمره صغری په اوو ګانو وولي ، ګانی به په بټه ګوته او د شهادت ګوته سره نيسي د هر ګانې ويشتلو سره به الله اکبر وايي، او د جمرې ويشتلو وروسته به قبلې ته مخامخ ودرېږي دعا به وکړي او بيا جمره وسطی په اوو ګانو ولي او د هغه وروسته به دعا کوي او بيا جمره الکبری (عقبه) په اوو ګانو وولي او د هغه وروسته به نه درېږي ځکه چې د جمرو ويشتل ختم شول ، د دعا د قبلېدو له ځایونو څخه يو ځای د جمرو ويشتلو وروسته دعا کول دي چې دا عمل سنت دی مګر که ازدحام وي او خلکو ته تکليف رسيږي نو د جمرو ويشتلو وروسته به د دعا لپاره درېدل ترک کړي .

د رمی يا جمرو ويشتلو وخت د ذِي الحجې د يارلسمې تر لمر لويدو پورې دی د هغه نه پس وخت پای ته رسيږي ، د قضا په صورت کې دم واجبيږي .

حجاج کرام چې کله د جمرو ويشتلو وروسته له منا څخه مکې ته ځي په لاره کې په مُحَصب نومې ځای کې ښکته شي هلته به ذکر او لمونځ وکړي ځکه چې هلته ښکته کېدل سنت دي .

طواف وداع يا طواف صدر :

طواف صدر د حج ورستی نسک دی چې حکم واجب دی ، حجاج کرام په مکه کې هر څو پورې يې چې خوښه وي پاتی کيدای شي کله چې له مکی نه رخصتيږي نو طواف وداع به کوي دا د خدای په امانۍ ورستی طواف دی ، په دې طواف کې رمل او سعې نشته .

صوت (په غږ کې)

و ما توفيقي الا بِالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود