د اختر د ورځې مناسک

۱- په مزدلفه کې وقف او د لمر ختلو وروسته منا تلل .

۲- د عقبې جمرې ويشتل .

۳- قرباني کول .

۴- د سر خريل يا د ويښتانو لنډول .

۵- مکې ته تلل او طواف زيارت يا طواف حج ادا کول .

۶- شپه په منا کې تيرول .

۱- رمۍ:

حجاج کرام به د جمرې ويشتلو لپاره منا ته لاړ شي ،

په منا کې د سرک په مينځ کې دری څلې دي يا جمرات دي د مکې له لورې څخه جمرة الکبری (العقبه) ، بيا جمره الوسطی او بيا جمره صغری موقيعت لري، چې د اختر په ورځ يوازې د عقبې جمره يا جمره الکبری په اوو شګو ويشتل کيږي .

د جمرې شګه به د ښي لاس په بټه ګوته او د شهادت ګوته نيول مستحب دي د هرې شګې ويشتلو سره به بسم الله الله اکبر ويل کيږي .

که کومه شګه د احاطې د باندې ولويږي هغه ضایع ده د هغې په عوض به بله شګه وولئ .

د جمرې ويشتلو د پاره به له جمرې څخه پنځه ګزه يا دری متره لرې دريدل په کار دي تر هغه په کمه فاصله دريدل مکروه دي او زياته فاصله باک نه لري .

د عقبې جمرې د لومړی شګې ويشتلو نه پس د تلبِيَه بندول په کار دي .

د جمرو ويشتل واجب دي د هغه په ترک سره دم واجبيږي .

۲- قرباني :

د عقبې جمرې ويشتلو وروسته به د حج د شکريې په نيت ذبح وکړي ، څوک چې پخپله ذبحه کولای هغه ته پخپل لاس ذبحه کول مستحب دي او که خپله ذبحه نشي کولای بيا د ذبحې تر څنګ دريدل مستحب دي ، د ذبحې په وخت کې به دا دعا وايي :

[اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًاوَّمَآاَنَامِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ  الْعلَمِينَ لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ] .

(ما خپله توجه له هرطرف نه کټ کړی ده د هغه ذات طرفته راګرځيدلی يم چه آسمانونه اوځمکی يی پيداکړی دي او زه د مشرکانو نه نه يم ،زما لمونځ ،زما حج اوټول عبادتونه او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي ،چه هغه د ټول جهان مالک دی او د هغه څوک شريک نشته ،ماته ددې حکم شوی دی او زه فرمانبردار يم ،ای الله ! دا هرڅه ستا ورکړه ده اوستا د پاره ده) .

که يی دعا ياد نه وي په زړه کی دې  نيت وکړی بسم الله او الله اکبر به ووايي.

په اوښ او غوايي کې اووه کسان او په پسه او څرلي کې يو کس ذبح کولا شي.

ددې قربانۍ احکام کټ مټ د اختري د قربانې په شان دي .

۳- د سرخريل يا لنډول :

د قربانۍ څخه وروسته به حاجې خپل سر وخريئ او يا به د سر ويښتان د ګوتې د بند په اندازه لنډ کړي مګر د سر خريل افضل دي ، ښځې به د سر ويښتان جمع کړي يوازې د يوې ګوتې د بند په اندازه به يې کت کړي د ښځو د پاره د سر خريل نشته .

په حج کې سر خريل په منا کې سنت دي او د حرم په پولو واجب دي ، د حرم له پولو څخه بهر د سر خريلو سره دم واجبيږي ، مګر په عمره کې په مکه کې د سر خريل سنت دي .

کچېرې څوک د ذبحې مخکې سر وخريي دم ورباندې واجبيږي ځکه په قارن او متمتع حج کوونکي د رمۍ ، ذبحې او سر خريلو تر مينځ ترتيب واجب دی داسې چې لومړی به رمۍ (جمرې ولي) بيا به ذبحه کوي او بيا به سر خريي .

۴- د طواف زيارت د پاره مکې ته تلل :

کله چې حاجي د رمی ، ذبحې او سر خريلو څخه فارغ شي د بيت الله شريف طواف به وکړي دا طواف د حج رکن دی دې طواف ته طواف افاضه ، طواف حج او يا فرضي طواف هم وايي ، دا طواف د اختر په ورځ د ذوالحجې په لسم افضل دی د دوولسمې تر لمر لوېدو پورې (د ورځې او شپې ) جايز دی .

کچېرې چا په طواف قدوم کې سعی کړې وي نو په دغه طواف کې سعې ، رمل او اضطباع نشته ، ځکه رمل او اضطباع په هغه طواف کې وي چې د ورسته يې سعی ادا کيږي .

طواف قدوم د قارن او مفرد لپاره وي د متمتع لپاره نشته .

مګر که په طواف قدوم کې يې سعی نه وي کړې او يا متمتع وي هغه په طواف کې رمل (په دری ګردشونو تيز تلل ) او اضطباع (د ښی لاس لوڅول ) تر سره کوي ، د طواف نيت به وکړي د حَجرة اسود څخه به طواف پيل کړي کچېرې امکان وي حَجره اسود به مچې يا مسحه کړي او که امکان نه وي د لاس په اشارې سره به الله اکبر ووايي طواف به شروع کړي اووه ګردشه به پوره کړي ، د طواف پر مهال به د قرآنکريم تلاوت ، ذکر او دعا کوي او په پوره خشوع به طواف کوي ،ورسته به په مقام ابراهيم کې دوه رکعته لمونځ وکړي په لومړي رکعت کې به الکافرون او په دوهم رکعت کې سوره اخلاص ووايي ، د زمزم اوبه به وڅښي او وروسته به د صفا او مروه تر مينځ سعی وکړي کوم.

(د طواف او سعې پوره تفصيل د عمرې په مناسکو کې بيان شو) .

وروسته به د شپې تيرولو لپاره منا ته لاړ شي .

څو مهم مسائل :

لړمړۍ مسئله : د طواف لپاره اودس شرط دی بې طهارت طواف نه صحي کيږي .

دوهمه مسئله : د هجوم او ازدحام په وخت کې به يوازې په لاس سره استلام کوئ ځکه د حَجر اسود مسحه او مچي کول سنت خو خلکو ته ضرر رسول او د خلکو ټله کول حرام دي .

دريمه مسئله : په مکروه وخت کې د طواف دوه رکعته لمونځ کول مکروه دي مثلاً کچېرې د مازديګر وروسته طواف وشي نو د طواف لمونځ د ماښام د لمانځه څخه وروسته ادا کوئ .

څلورمه مسئله : که چا قصداً په طواف کې اتم شوط وکړ نو هغه به شپږ شوطونه نور کوي ځکه په هغه باندې مکمل طواف واجب شو نو په دې توګه به هغه دوه طوافه ادا کړي وي .

پنځمه مسئله : که څوک د طواف په حالت کې بې اودسه شي ؟

ځواب : د طواف د پاره طهارت شرط دی بې اودسه طواف نه صحي کيږي ، که چيرې د طواف په حالت کې سړی بې اودسه شي هغه به اودس وکړي او د طواف پاتې شوطونه (دورې ) به پوره کړي .

شپږمه مسئله : کچېرې ښځه په حج حائضه شي د طواف پرته به نور ټول مناسک ادا کړي .

کومه ښځه چې د طواف افاضه يا طواف رکن نه وروسته حائضه شي طواف يې صحي دی طواف وداع ساقطيږي مګر که د طواف افاضه يا طواف رکن نه مخکې حائضه شي هغه به تر هغه پورې په مکه کې پاتې کيږي څو پاکه شي او غسل به وکړي او وروسته به طواف کوي .

مګر که په مکه کې پاتې کيدل مشکل وي معاصرو فقهاء کرامو يې حل داسې ښودلی دی :

حائضه ښځه به غسل کوي او ټوټه يا پمپر به اچوي په همدې حالت کې به طواف ادا کړي سعې به وکړي دا قول د احنافو او حنابله رحمهم الله دی .

څرنګه چې د احنافو رحمهم الله په نزد د طواف د پاره طهارت واجب دی شرط نه دی نو په دغه ښځه به دم لازم شي .

صوت (غږ کې)

آن لاين اسلامي لارښود – أحکام حج علی المذهب الحنفية