۱- الله تعالی په دغو ورځو قسم کړی دی :

کله چې الله تعالی په يو شی باندې قسم کوي نو دا د هغه شي په فضيلت او اهميت باندې دلالت کوي ، الله تعالی فرمايي : [والفَجْر وليالٍ عَشْر] .

ژباړه : قسم دی په سهار او قسم دی په شپو لسو باندې.

د جمهورو مفسرينو قول دا دی چې ددې لسو شپو څخه مراد د ذي الحجې لس ورځې دي .

۲- الله تعالی په دغو ورځو کې د ذکر حکم کړی دی :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الأَنْعَامِ ] (الحج :۲۸ ).

ژباړه: او په ټاکلو ورځو کې پر هغو بې ژبو څارويو د الله نوم ياد کړئ چې الله پاک دوی ته ورکړي دي .

د [الأیام المعلومات] څخه د جمهورو علماؤ په قول د ذي الحجې يا اختر لومړۍ لس ورځې مراد دي .

۳- رسول الله صلی الله عليه وسلم د دنيا غوره ورځې بللي دي :

جابر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« فضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة » (رواه البزار و ابن حبان) .

ژباړه : د دنيا غوره ورځې لس ورځې يعنې د ذی الحجې لس ورځې دي .

۴- په دې ورځو کې د عرفې ورځ ده :

د عرفې ورځ هغه غوره ورځ ده چې په دې ورځ کې د بنده ګانو ګناهونه معاف کيږي او له دوزخ څخه نجات مومي .

حديث

۵- په دې ورځو کې د النحر يعنې اختر ورځ ده :

د اختر ورځ د کال د ورځو غوره او بهتره ورځ ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القر» (رواه ابوداود و نسائي).

ژباړه : يقينا چې د الله په نزد له ټولو ورځو نه غوره ورځ د قربانۍ ورځ او د قربانۍ نه وروسته ورځ ده .

۶- د څو مهمو عباداتو يو ځايوالی :

حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : چې ددې ورځو د فضيلت يو دليل دا هم دی چې په دغو ورځو کې څو عبادتونه يو ځای کيږي لکه : لمونځ ، روژه ، صدقه او حج کوم چې په نورو ورځو نه يو ځای کيږي .

د ذي الحجې په لسو ورځو کې د عبادت فضيلت :

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء» (رواه البخاري).

ژباړه : هیڅ داسې ورځې نشته چې نیک عمل پکې الله ته دومره خوښ وي لکه پدی لسو ورځو کې , صحابه کرامو عرض وکړو, يا رسول الله : جهاد هم ددې ورځو د عمل برابر ندی ؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو جهاد هم پدی ورځو کې د شوي نيک عمل برابر ندی، مګر هغه سړی چې ځان او مال دواړه واخلي جهاد ته ولاړشي او بیرته یوهم رانه وړي دواړه قربان کړي (شهید شي).
او د جهاد فضيلت ته وګورئ :

عن أبي هُرَيْرَةَ قَالَ : جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم  فَقَالَ :دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يَعْدِلُ الْجِهَادَ؟ قَالَ:لاَأَجِدُهُ) قَالَ:(هَلْ تَسْتَطِيعُ إِذَا خَرَجَ الْمُجَاهِدُ أَنْ تَدْخُلَ مَسْجِدَكَ فَتَقُومَ وَ لاَ تَفْتُرَ ، وَتَصُومَ وَ لاَ تُفْطِرَ ))؟ قَالَ : وَمَنْ يَسْتَطِيعُ ذَلِكَ ؟ (بخاري ومسلم).

ژباړه: ابو هريرة د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړی فرمايي : يوه ورځ  يو سړی رسول الله ته راغی او وويل :داسې عمل ما ته را په ګوته کړه چې د جهاد سره په ثواب کې برابر وي ؟ هغه ورته وويل: چي داسې عمل نه وينم چي په ثواب کې د جهاد برابر وي. بيا يې ورته وويل چې : ايا داسې کولی شې چې کله مجاهد له کور ووځي او ته خپل جومات ته ننوځې او دومره لمونځ وکړې چې ستړی نشې او پرله پسې روژه ونيسې او ماته يې نه کړې، هغه وويل چې دا څوک کولای شي!!).

د ذي الحجې په لسو ورځو کې غوره اعمال :

مسلمانه وروره او مسلمانې خورې ! کله چې تاسې ته د ذي الحجې د لسو ورځو فضيلت او په دغو ورځو کې د عبادت فضيلت څرګند شو چې دا د الله تعالی فضل دی پر خپلو بنده ګانو باندې د عبادت او خير لپاره غوره فرصت دی نو پکار ده چې په دغه ورځو کې د عبادت زيات کوښښ وشي ځکه چې د سلف الصالح ( د امت د پخوانيو ) خلک همدا عادت وو .

د ذي الحجې د ورځو غوره اعمال :

۱- د عمرې او حج د مناسکو ادا کول .

په دغو ورځو کې تر ټولو غوره عمل عمره او د حج ادا کول دي ، د حج مبرور جزاء د جنت پرته بل څه نه ده ، « والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة» .

حج مبرور هغه حج دی چې : اخلاص پکې وي ، د شرعي لارښوونو موافق وي ، ناوړه وينا او ناوړه کارونه پکې نه وي.
۲- روژه نيول :

روژه نيول پخپل ذات کې يو غوره صالح عمل دی په حديث قدسی راغلي : «كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به» (متفق عليه ) .

ژباړه : د ابن آدم هر عمل د ده لپاره دی (چې د هغه اجر لس چنده يا تر هغه زيات دی) پرته له روژې چې هغه زما لپاره ده او زه به د هغه بدله ورکوم .

د عرفې د ورځې روژه نيول .

«صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده» ( مسلم).

ژباړه : د عرفات د روځې د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دی چې د راتلونکي کال ، او تير سوي کال ګناهونه پري معاف کړي.

۳- لمونځ :

ټول فرضي لمونځونه په جماعت سره ادا کول او په نفلي لمونځونو اهتمام کول .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«وما يزال عبدي يتقرب إلي بالنوافل حتى أحبه» (رواه البخاري).

ژباړه : او همداسې زما بنده د نوافلو په وسيله زما تقرب حاصلوي څو زه هغه خپل محبوب و ګرځوم .

غوره نوافل : د شپې لمونځ (تهجد ) ، د اوابين لمونځ ، د څاښت لمونځ او د تسبيح نفل لمونځ دی .

۴- په دغو ورځو کې تکبير ، تحميد او تهليل ويل :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد» (رواه أحمد).

ژباړه: هیڅ داسې ورځې نشته چې نیک عمل پکې الله ته دومره خوښ وي لکه پدی لسو ورځو کې ، نو تاسې په دغو ورځو کې زيات تهليل (لا اله الا الله ) ، تکبير (الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر الله أكبر ولله الحمد) او تحميد (سبحان الله و الحمدلله ) وايئ .

۵- صدقه :

د صالح اعمالو څخه يو هم صدقه ده چې مسلمان به په دغو ورځو کې په هغه باندې خاص اهتمام کوي، د صدقې ورکولو په ذريعه د آفاتو او بلاوو مخ نيوی کيږي .

۶- د اختر په ورځ قرباني کول .

د اختر په ورځ غوره عبادت چې د الله نږدې والی پرې حاصليږي هغه قرباني کول دي ، او همدا د مسلمان د تقوی نښه ده.
او ځنې نور غوره اعمال چې په دغو ورځو کې زيات ادا کول يې مستحب دي :

لکه : د قرآنکريم تلاوت ، استغفار ، د والدينو سره ښه سلوک ، د خپلوی پالل ، د سلام اچول ، د خلکو تر مينځ اصلاح کول ، أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ، په اهل عيال نفقه کول ، د يتيمانو کفالت ، د مريضانو زيارت او پوښتنه کول ، خپلو مسلمانانو وروڼو ته دعا کول او همدارنګه څوک چې قرباني کوي هغه لپاره مستحبه ده چې د لومړی ورځې نه د قربانۍ تر وخته پورې خپل ويښتان کم نه کړي او همداسې خپل نوکان وانخلي .
وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه وسلم.

آن لاين اسلامي لارښود