په حواله islamReligion: دا امريکايي فوځې مونږ ته وايي چې زه څنګه د انترنيت له لارې مسلمان شوم .  
د مسيحيت د دين موافق لوی شوم او د انجيل لومړنيوعقايدو د زده کړې د پاره کلیسا ته تللم په کال ۱۹۶۹ مې مسيحيت قبول کړاو په دوامدار ډول مې انجيل لوستلو وروسته د امريکې په فوځ کې په خدمت کولو بوخت شوم او هلته يې ماته اجازه وکړه تر څو نورو فوځيانو ته انجيل ورزده کړم په کال د ۱۹۸۸ کې مې خپله کليسا جوړه کړه او د اسپانيا د مقاماتو سره په اړيکه کې وم په ۱۹۹۰ کال د امريکې د بحري فوځ د روزنې له دورې فارغ شوم او د امريکا په بحري فوځ کې مې دنده پيل کړه .
په ۱۹۹۱ کې ماته امر وشو چې په بديا کې چې کوم عمليات درسره کيږي هلته دنده اجراکړه ،هيڅ مې له ياده نه وځې چې د عربستان په هغو ګرمو بديا کې مې د لاوسپيکر له لارې پنځه وخته ا‌ذان آوريدو ډیر تر تأثير لاندې راوستی وم ، او په جوماتونو کې به مسلمانانو په ډير اهتمام سره پنځه وخته لمونځ کولو .
تر کومه وخته چې زه هلته وم څو جاينمازونه مې واخيستل او د پخوا په څیر مې په مسيحیت ايمان لرلو کله چې وطن ته راوګرځيدلم ډير په فکر او سوچ کې وم څو کليساوو ته ورغلم تر څو د هغوی اصول زده کړم د عقيدې په باره کې مې د مورمون کتاب ټکي په ټکی ولوست وروسته ته مې د دالن جې څو کتابونه ولوستل مګر ټول يوله بله متضاد چې هيڅ سر يې يوله بله نه خوړلو او د هغوی د عقايدو له تناقص سره مخ شوم .
وروسته له دې چې تولو کلیساوو ته لاړم په خپل کور کې پاتې شوم او د کانزازستي له ورځ پاڼې سره مې کار کولو هلته زما دوه همکاران مسلمان وو له هغوی سره بلد شوم هغوی به مې هره ورځ ليدل د هغوی خاکسري ،ادب او ديندارۍ تر تأثير لاندې راغلم .
يو ورځ کتاب پلورنځۍ ته لاړم تر څو د علاقې وړ کتاب واخلم هلته مې په انګليسې باندې ژباړل شوی قرآن سترګې ولګیدې او هغه مې واخيست کور ته مې راوړ او دهغه مطالعه مې پيل کړه هره ورځ به مې هغه مطالعه کولو وروسته له څلورو اونيو مې دا احساس وکړ چې زه له اسلام سره تړل شوی يم .
د يوې ورځې په سهار مې په انټرنيټ کې سيرچ وکړ چې څنګه مسلمان شوم يو سايت مې پيداکړ چې په روحاني ډول يې لاس راکړ او دری ځله مې شهادتين تکرار کړل کله چې زه پوه شوم چې د اسلام په راوړلو مې ټولې مخکنی ګناهونه معاف دي نو زما له اوږو څخه دروند بار لرې شو د عربستان د  www.islamReligion.comسايت لخوا څو اسلامې کتابونه ماته راوليږل .
د شهادتينو د ويلو وروسته مې اودس وکړ او پنځه وخته لمونځ مې پيل کړ زما د اسلام راوړلو نه (۹) اونۍ تيرې شوی دی زه اوس هر ورځ قرآن تلاوت کوم او اسلامې کتابونه ګورم .
ميرمن مې زما په دې کار ډير خفه او پريشانه شو او هغې کوښښ وکړ چې ما له دې کار څخه واړوي خو هغه ته مې وويل : زه به هيڅ کله هم د الله تعالی د حکم نه سرغړونه ونه کړم او تر آخر به خپل اسلامې ژوند ته ادامه ورکوم زه هليه منديم چې هغه هم يو ورځ د اسلام حقيقت درک کړي .
زه اوس له فکري ،روحي او جسمي لحاظه داسې فکر کوم چې د اسلام قبلول يو له غوره کارونو نه ؤ چې ترسره مې کړ .

وسلام عليکم

آن لاين اسلامې لارښود