اسلام عليکم محترمو يوه پوښتنه لرم خدای دوکړي چی ځواب ېې راکړي . ١٦کاله مخکی زه په يو خارجی هيواد کی محصل وم او هلته ديوی افغاني پيغلی سره معرفی شوم لنډه ده چی د هغه سره می واده وکړو او دغه ټول داسلام په چوکټ کی ترسر شول يعنی ملا ته ولاړو نکاخ مو بسته کړو نور هم ډير خلک موجودو يعنی شهيدان . او دغه ټول په جومات کی ترسرشول ځکه چي ملا دوطن په شان کورته نه رتلو ويل يي چی جومات ته راشي .او زما د کورني لخوه هم د جلکي دکورني لخوه څوګ موجود نه و ځکه چي هغوي په وطن کی وو. پوښتنه می داده چی زم په نکا خ کی مهر يا ولورهيڅه زکرشوی ندي نو زموږدغه نکاخ صحي دی که غلت دی ؟؟؟.او زموږ دوړو کورني خو وروسته خبری شوی اوزموږدغه کار يي نيک کار وبلو. هسي خوزه د خپلي ښځی دکورني سره ډير کمک کوم يعني دوطن هغه لوړ ولور ته په کتو سره به ما د څو ښځو ولور ورکړی وي . خو ولور يا مهر خو دجلکي حق وی ما خو هغه ته دمهر يا ولور پونوم څه ندی ورکړی اودهغه کورني هم دولور په نوم زما څخه پيسی ندی اخستی او زه په خپله کمک ورسره کوم .نو محترم ملا صاحب که لږه تشريح ورکړي چي د زموږ نکاخ څنګه دی صحي دی اوکه غلت دی.مننه ستا سي دځواب په هيله٠
 د راليږونکي نوم : تو ر يالي
د راليږونکي برېښناليک پته :[email protected]
سرليک :پوښتنه

دا ليک تاسو ته د نوموړي راليږونکي لخوا د ټول افغان د برېښناليک خدمت په کارولو سره راليږل شوی دی. که تاسو هم په خپله ژبه ليک ليږل غواړئ نو http://www.tolafghan.com/pashto/email ته ورشئ.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
۱- په جومات کې نکاح تړل مستحب دي تر څو خلک ورباندې خبر شي .
که نجلې بالغه وي نو نکاح صحي کيږي خپله د نجلې په رضا او اجازت سره نکاح کيدای شي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۸۸ ) بحوله : وينعقد نکاح الحرة البالغة برضاها (الهدلة ،کتاب نکاح ۳۱۳/۲ شرکة علمية .
فتاوي دارالعلوم ديوبند بحواله : النکاح ينعقد بالاجاب والقبول بلفظين …. الخ ،ولاينعقد نکاح المسلمين الا بحضور شاهدين حرين عاقلين بالغين …… الخ (هداية کتاب نکاح ج۲ ص ۲۸۵ ) .
 
او که د نکاح په مجلس کې مهر ذکر نشي نو نکاح صحي ده د نکاح ارکان قبول او ايجاب دي او شرط يې شاهدان دي (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۷ ص ۵۲ ) .
مګر مهر نه معاف کيږي ځکه الله تعالی د مهر په ورکولو حکم کړی دی او مهر د ښځې حق دی نه د بل چا .
قوله تعالی : قوله تعالی :وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً (( اودښځومهر په ښه زړه ورکړی (فرض ګڼلو سره ) ) ( النساء ۴ ).
د احنافو په نزد که په نکاح کې مهر ذکر نشي نو مهر مثل واجبيږي (يصح النکاح وان لم يسم مهرا … الخ وان تزوجها ولم يسم لها مهراً فلها مهر مثلها (الجوهر النيره ج ۲ ص ۶۹ ) .
مهر مثل کوم مهر دي ؟
مهر مثل دښځې له هغه مهر څخه عبارت دی چې د پلارګڼی نه دهغه په څير عمر،جمال ،مال ،ښار او سيمه ،وخت او زمان ،عقل او دين ،بکارت ،عفت ،علم او اخلاقو کې يو شاتنه وي .
که په داسې صفاتو ښځه د پلارګنی په خپلوانو لکه (خوندې ،عمه ګانې ،او تره لورانی ) پيدا نشي نو بيا به د  پلارګنی له يوی اجنبی ښځې سره د هغه مثل ګوري که بيا هم داسې ښځه پيدا نشي نو د ميړه قول په قسم سره اعتبار لري .
و فی  الدر:
«و ) الحرَّة (مهر مثلها) الشَّرعي (مَهْر مثلها) اللُّغوي: أي مَهْر امرأة تماثلها (من قوم أبيها) لا أمها إنْ لم تكن من قومه كبنت عمه… وتعتبر المماثلة في الأَوْصاف. وَقْت العَقْد سماً وجمالاً ومالاً وبلداً وعصراً وعقلاً وديناً وبكارة وثيوبة وعفة وعلماً وأدباً وكمال خلق…   ويعتبر حال الزَّوج أيضاً  »‌.(الدر المختار:2/384، 385)

 آن لاين اسلامې لارښود