زه کله نا کله وروسته د سهاردلمانجه نه او یا لږ مخکی د ماشام نه د یو جید او خوش آوازه قاری په اواز باندی دتیپ او یا رادیونه د قرآن عظیم الشان قراءت اورم په جگ آواز باندی ددی نه زه دوه مطلبه لرم اول دا چی د قرآن کریم د اوریدو نه زیات لذت اوخوند اخلم دیو جید قاری په غژ دوهم دا چی وایم چی د قران کریم غژ په دی کورکی واوریدل شی او خپورشی تر چو شیطانان له دی کوره ولارشی او وتشتی اوداکار په داسی وخت کی کوم چه نه چا ته مزاحمت وشی او نه چوک خبری وکری دتلاوت په وخت کی نوزماسوال دادی چی آیا دی قرآن کریم په زوره اوریدل دتیپ یا رادیو له لاری ددی سبب کیژی چی شیطانان دی دکوره ولارشی او وتشتی
په احترام او مننه – ساحل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
د ټيپ ، تلويزيون کمپيوټر اوکومې بلې وسيلې څخه د قرآنکريم آوريدل جايز دي او همغه آداب يې دي لکه څنګه چې د قاري د خولې نه آوريدل کيږي .
د احناف په نزد په لمانځه کې او د لمانځه د باندې د قرآنکريم قرائت ته غوږ نيول واجب دي دليل دغه آيت کريمه دی : وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (اعراف 204 ) .
د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم عادت شريف دا ؤ چې کله به يې کوم صحابي ته ويل چې ته ماته قرآن وايه زه غوږ درته نيسم : عَنْ عَبْدِاللَّه رضی الله عنه قَالَ: قَالَ لِي النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «اقْرَأْ عَلَيَّ». قُلْتُ: آقْرَأُ عَلَيْكَ وَعَلَيْكَ أُنْزِلَ؟ قَالَ: «فَإِنِّي أُحِبُّ أَنْ أَسْمَعَهُ مِنْ غَيْرِي». فَقَرَأْتُ عَلَيْهِ سُورَةَ النِّسَاءِ حَتَّى بَلَغْتُ )فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاءِ شَهِيدًا( قَالَ: «أَمْسِكْ». فَإِذَا عَيْنَاهُ تَذْرِفَانِ. (بخارى)
عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وايي ماته رسول الله صلی الله وسلم وويل (د ما د پاره قرآن ووايه ) ومې ويل : څنګه تاته قرآن ووايم حال چې قرآن پر تا نازل شوی دی ؟ ويې فرمايل : زه دا خوښوم چې هغه له نورو واروم بيا مې د النسآء سورت ورته تلاوت کړ کله چې دې آيت ورسيدم چه : ( فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاءِ شَهِيدًا) يعنې څرنګه به وي هغه وخت چې د هر ملت څخه يو شاهد راولم او تا د هغوی د پاره شاهد راولم . رسول اکرم صلی عليه وسلم وفرمايل نور بس دی پس ومې ليدل چې د مبارکو سترګو نه يې اوښکي روانې وې .
نو که سړی يوازې وي يا نور خلک وي د ټيپ ،کمپيوټر يا بلې وسيلي څخه قرآن واروي او په هغه کې تدبر او فکر وکړي ډير د اجر کار دی .
مګر که نور خلک وي او هغوی خبرې کوي د آوريدلو د پاره اشتياق نه وي نو بيا په زوره نيول صحي نه دي ځکه چې هغوی ګناه کاريږي ځکه چې دا د کفارو صفت ؤ چې کله به قرآن لوستل کيده دوی به خبرې او مزاحمتونه پيل کړل لکه په دغه مبارت آيت کې :
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآن وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ (فصلت 26 )
دوهم : ستاسې د پوښتنې په ارتباط قرآن چې په هر ځای کې لوستل کيږي له هغه ځای څخه شيطانان لري کيږي
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ كَانَ يَقُولُ إِنَّ الْبَيْتَ لَيَتَّسِعُ عَلَى أَهْلِهِ وَتَحْضُرُهُ الْمَلاَئِكَةُ وَتَهْجُرُهُ الشَّيَاطِينُ وَيَكْثُرُ خَيْرُهُ أَنْ يُقْرَأَ فِيهِ الْقُرْآنُ وَإِنَّ الْبَيْتَ لَيَضِيقُ عَلَى أَهْلِهِ وَتَهْجُرُهُ الْمَلاَئِكَةُ وَتَحْضُرُهُ الشَّيَاطِينُ وَيَقِلُّ خَيْرُهُ أَنْ لاَ يُقْرَأَ فِيهِ الْقُرْآنُ
کوم کور کې چې د قرآن قرائت کيږي هغه کور د کور د اهل د پاره فراخه کيږي ملائکې حاضريږي او شيطانان لرې کيږي خير يې زياتيږي او په كوم کور کې چې د قرآن قرائت نه کيږي هغه کور په اهل كور باندې تنګيږي هغې کور نه ملائکي لري کيږي شيطان ورځي خير يې کميږي . (رواه دارومي۳۳۷۲  ) .
دريم : کله چې سړی خپله د قرآنکريم له مخې تلاوت کوي نو اودس به لري .
مګر کله چې له کمپيوټر ،تلويزيون وغيره څخه قرآن ته غوږ وي اوداسه ته ضرورته نشته اونه هم د تلاوت د سجدې په تلاوت سره سجده تلاوت واجبيږي .  
ځکه چې دا د قاري اصل تلاوت نه وي او د څه ذريعو په وسيله د ننه آواز صوت شوی وي (جديد فقهی مسايل ج۱ ص ۷۳ )
وأما سجود التلاوة إذا كنت تستمع آية فيها سجدة من الكمبيوتر أو جهاز التسجيل ، فالذي يظهر أنه لا يشرع السجود لذلك . وقد نص العلماء المتقدمون على قريب من هذه المسألة . فمن ذلك : ما جاء في “الفتاوى الهندية” (1/133) وهو من كتب الأحناف :
” إن سمعها ( يعني آية السجدة ) من الصَّدَى ( وهو ارتداد الصوت من مكان بعيد ) لا تجب عليه ” انتهى .
فمثله : إذا سمعها من جهاز تسجيل ونحوه .
وقد سئل الشيخ ابن باز رحمه الله :
إن كان الإنسان يستمع إلى تلاوة القرآن الكريم بواسطة جهاز التسجيل ، ومر القارئ بآية فيها سجدة تلاوة ، فهل يسجد ؟
فأجاب :
” لا يشرع للمستمع أن يسجد إلا إذا سجد القارئ ، لأن النبي صلى الله عليه وسلم قرأ عليه زيد بن ثابت رضي الله عنه سورة النجم ولم يسجد ، فلم يسجد النبي صلى الله عليه وسلم ، فدل ذلك على عدم وجوب سجود التلاوة ، لأن النبي صلى الله عليه وسلم لم ينكر على زيد تركه ، كما دل الحديث أيضا على أن المستمع لا يسجد إلا إذا سجد القارئ ” انتهى .
“مجموع فتاوى ابن باز” (11/415) ونحوه في “الشرح الممتع” (4/133) .
موقع افغانية الاسلامية (آن لاين اسلامې لارښود)