عرب درسالت لپاره ټاکل او دختم نبوت دلايل
که دهغه وخت دنړی او ملتونو حالت په غور مطالعه شی نو يقيناْ چه عرب درسالت لپاره تر ټولو غوره موقعيت او ملت ؤ .
۱- جغرافيی موقعيت :
عرب د آسيا منځنی برخه چی افريقا او اورپا ته ډير لنډ ؤ .
۲- غوره صيفات :
دنبوت نه مخکی ټوله نړی دجهل په تيارو کی وه ،
هغه وخت اکثره ملتونه دلويو قدرتونو تر اشغال لاندی ؤ ، دغه لوی قدرتونه هغه وخت دپوره تمدن ،قوی اقتصاد څخه برخمن ؤ دوی تر هر چا نه ذيات په عيش او نوش کی ډوب وو  په جهالت اوفحاشت خو نړی تر پزی راغلی ؤ  فحاشت خو داسی سرحد ته رسيدلی وه چه هغه په حيوانی نظام  کی هم نه ؤ.
نورخويی لاڅه چی انسان به انسان خوړلو او دغه جهالت ذيات په اورپا کی مروج ؤ.
 
ولی عربو هغه وخت خپل ژوند دزړه په وينو تيرولو دتمدن نه لری او اقتصادی حالت يی بيخی خراب ؤ
ديادشوو ابرقدرتو په اشغال کی هم نوو ځکه دوی ذيات سرشاره چه بل چاته به يی سر نه ښکته کولو
نوځکه دوی نظر نورو ملتو ته له فساد او فحاشت نه پاک ؤ
ځکه دعيش نوش او فحاشت ژوند خو په قوی اقتصاد کيږی نه په نيستی او فقر .
نظر نورو ملتونو ته عربو دجهالت د بدو عاداتو ترڅنګ   ډير ښه عادات هم لرل
۱- کرم (سخاوت )
هغوی په کرم اوسخاوت کی يوله بله سيالی کولی دهغی دوری نيمايی شعرونه پدی هکله ويل شوی دی چه يايی پکی دځان صفت کړی او يايی دنورو ستاينه کړی ده .
کرم اوسخاوت ډير عموميت درلود چاته به چی په ډيره لوږه کی هم ميلمه راغی په کور کی به يی چه څه لرل هغه به يی دميلمه مخی ته پيش کول خپله به يی لوږه تيروله دغه عادت په دوی کی بيخی عام ؤ .
۲- وفا
دهغوی له ښو صيفاتو يوهم په عهد وفا کول ؤ چی پدی لاره کی به دځان ،مال او اولاد قربانی ته هم حاضر ؤ.
۳- ذلت اوسپکاوی ته نه تسليميدل
د دوی غيرت اوشجاعت ډير ذيات ؤ ظلم او جبرته يی سر نه ښکته کولو ،کله به يی هم چه سپکه خبره واوريده نو توره به يی واخيسته دځان قربانی ته به دذلت نه قبلولولپاره چمتوشول .
۴- کلکه اوپخه اراده :
کوم کارته به يی چه اراده وکړه په هر قيمت به چه ؤ هغه به يی ترسره کوله .
۵- داوسنی زمانی له چل او فريب نه پاکه سادګی :
همدغه صيفات ؤ چه ورسته په اسلامی نظام کی ښه ترميم اونورهم اصلاح شول .
د داسی يوه درانه مسوليت لپاره رښتيا هم چه دغه صيفات ډير اهم دی
کله چه په مکه کی حضرت محمد(ص) سره له مسلمانانو دری کاله تر کلک اقتصادی ،اجتماعی بنديز لاندی راځی دوی هرډول سختی تيری کړی ولی دکفر ذلت ته يی ځانونه تسليم نه کړل .
اونه ورته کوم يومسلمان شکايت وکړ دوی پرخپل هدف تر آخره ولاړ پاتی ؤ.
 
ولی اصلی خبره خو داده چی څوک خدای (ج) په اصلی حقيقت وپيژنی چه دغه موجوده دکايناتو نظام ته کوره توره شپه وی سبا شی  رڼه ورځ وی بيګا شی لمر، ځمکه ،هوا او هر څه انسانه ستا په خدمت کی دی په هوا کی کوچنی ماليکولونه هم ستا په خدمت کی  ټول وخت منډی وهی ستا آواز نورو ته رسوی ستا دهر ډول مخابراتی ، راديويی او تلويزيونی امواجو دانتقال لپاره يی تاته سهولت جوړ کړی دی .
آيا ته نه پوهيږی چه دخدای (ج) وړوکی الکترونونه چه په برقی فلزی لينوکی په ډيره تيزی منډی وهی او دبرق جريان او سهولت يی ستا لپاره مينځ ته راوړی دی .
ګرانه ! که کله کومه شپه له خپلی کوټی بهر ته ووځی او ګوری به چی چوپه چوپتيا ده ټول انسانان بيده دی او ګوری به چی دآسمان له طرفه سخت باران يا واوره اوريږی ستا رب (ج) به بيدار وی او دخپل مخلوق په پالنه به لګيا وی نو بيا به په داسی حال چی تر سترګومو مړی اوښکی روانی وی خپلی کوټی ته ولاړ شی .
اوکه څوک خدای (ج) په اصلی مانا ونه پيږنی ګمرا ه وی نو دخدای (ج) راليږل شوی پيغمبر به په څه وپيږنی که يی پيغمبر څپل پلار هم وی نه به يی منی لکه دنوح (ع) ځوی او که يی خپل خوږ  زوی هم پيغمبرشی نه به يی منی کله دابراهيم (ع) پلار او که  يی يو ډير صادق او امين کليوال او تربور يی هم پيغمبر شی نه به يی منی کله ابوجهل .
وارخو ددی کمراهانو شو چی وايی پيغمبر ولی عربی دی  اسلام ولی په عربی جزيره کی ناذل شوی دی .
 
 نبوت ولی په محمدرسول الله (ص) ختم شو ؟
دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځی مګر په دريو علتونو:
۱- چی دمخکی پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وی او دی ته ضرورت وی چه بيا خلکو ته وړاندی شی .
۲- دمخکی پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وی نو دی ته ضرورت وی چه کامل شی .
 
۳- چی دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوی وی چی نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولری .
 
نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلری نو دنبوت سلسله هم ختمه شوی .
نواوسنی نړی نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلری ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږی خو ديوه حرف تغير هم پکی نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل قرآنکريم هم په موزيم کی موجود دی
دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره دهغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کی ساتل شوی دی .
همغه د محمد رسول الله (ص) دوخت تعليمات په ټوله نړی کی داسی روان دی ته به وايی چه همدا اوس پيغمبر(ص) ژوندی دی .
نوځکه دنبوت سلسله ختمه شوه او اسلام يو ورستی کامل دين وټاکل شو.
مخکنی پيغمران به ديوه خاص قوم او سيمی لپاره راليږل شوی ؤ په يوه وخت کی به څو پيغمبران هم موجود ؤ هريوه به خپل قوم ته دعوت کولو ، لکه موسی (ع) او شعيب (ع) په يوه وخت کی په څه ناڅه نږيدی فاصله کی همدارنګه ابراهيم (ع) او لوط (ع) په يوه وخت جدا جدا خپل قوم ته دعوت کولو.
اوبل داچی دمخکی اديانو نازل شوی کتابونه به تحريف کيدل په هغه کی به خلکو دخپلو ګټولپاره تحريف پکی کولو .
محمدرسول الله (ص) رحمة للعلمين پيغمبر دی نه يواځی دا چی دټولو انسانانو لپاره راليږل شوی بلکی دجنياتو پيغمبر هم دی ، حيواناتو هم خپل مشکلات د خدای (ج) دغه نازولی پيغمبر(ص) ته پيش کړی دی .
په محمدرسول الله (ص) نازل شوی کتاب قرآنکريم له هرډول لاس وه

إضافة تعليق

يجب عليك تسجيل الدخول لإرسال تعليق.