د الفکرة الاسلام په حواله : د اهل مصر يوې مسيحي نجلې خپل مسلمانيدل په يوه ويديويې کليب کې چې يوتيوب لخوا خپور شو اعلان کړ، نوموړې د مصر له حکومت څخه وغوښتل چې ددې ځاني امنيت تأمين کړي او پرينږدې چې کليسا ده ته ضرر ورسوي .
“ارینی خیری بخیت” د قنطرې د غرب اوسيدونکي ده چې په دې ويديو کې شهادتين وايي او ادعا کوي د اسلام په راوړلو چا په دې باندې هيڅ ډول فشار نه دی وارد کړي بلکې دا پخپله خوښه د اسلام په مقدس دين مشرفه شوې ده .
د چهار شنبې په ورځ په زرګونو مسيحيانو د قنطرې په غرب کې مظاهرې وکړي او ادعا کوله چې مسلمانانو زمونږ دوې نجونې د دميانه او ارينی په نوم تښتولی دي حال داچې هغوی مخکې په الازهر کې خپل اسلام اعلان کړ او اريني په يوه تصويري پيغام کې وايي : زه پخپل خوښه مسلمانه شوم .
په دغه ويديو کې ارينی چې اوسنی نوم يې رحمة محمد عبدالرحمن محمود د څو شيخانو مخې ته ښکاري او شهادتين کلمې وايي : و رضیت بالله ربا و بالاسلام دینیا و  بسیدنا محمدا عبدالله صلى الله عليه وسلم نبيا ورسولاً، وأشهد أن لا إله لا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن سيدنا محمدًا عبد الله ورسوله أرسله الله إلى الناس كافة بشيرًا ونذيرًا، آمنت بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر وبالقضاء والقدر خيره وشره وبرأت من كل دين يخالف دين الإسلام، وأشهد أن سيدنا عيسى علبيه السلام عبد الله ورسوله وأشهد أن سيدنا محمدًا صلى الله عليه وسلم خاتم الأنبياء والمرسلين .
آن لاين اسلامې لارښود
د نور وضاحت د پاره د نوموړې نجلی ويديو وګورئ