سوال : دلته په امريکا کې د کومو کسان چې ويښتان توييږي هغه برخه چې پکه شوی وي ويښتان پکې کرې په دې صورت چه د شا د طرف نه ويښتان اخلې او د مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا داسې کول جايز دي ؟
ځواب : هو دا کار جایز دی ځکه دا کار ددې د پاره دی تر څو عيب ورک کړي او د سينګار يا د الله تعالی په خلقت کې اضافه والی نه دی .
بلکې دا دهغه څه مينځ ته راوړل دي چې کم شوی دي او دا د غيب له منځو وړلو په مثال دی ، په بخاري شريف کۍ د دريو کسانو قصه ذکر شوی ده چې يو د هغوی پک وه او ويل به يې زه دا خوښوم چې الله تعالی ما ته ویښتان راکړي ،هغه وخت پريښتې لاس ورباندې کش کړ او الله تعالی هغې ته ښايسته ويښتان ورکړل (بخاري )  دا تقريباً یو ه مشهوره قصه ده .

 فتاوي البلد الحرام- كتاب الدعوة (205/ 74- 75)

 تحقيق او ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود