د وقف او وصل احکام

د وقف او وصل پيژندل یو له اهمو مباحثو دعلم التجويد څخه دي چې د قرآنکريم لوستونکي يې بايد په پوره اهتمام په نظر کې ونيسي .

حضرت علی رضی الله عنه د (وَرَتِّلِ الْقُرآنَ تَرْتِيلاً ) په تفسير کې ويلي (هو تجويد الحروف، ومعرفة الوقوف)  يعنې : ددې مطلب د حروفو تجويد او د وقفونوپيژندل دي .

 ابن الأنباري وايي: چه وقف او وصل پيژندل ډيرضروري دي په خاصه توګه دهغه چا لپاره چې د قرآنکريم په معنی نه پوهيږي نوهغه به يې په فواصلو پيژني نو ويلای شو چې ( د وقف او وصل پيژندل) د قرآن د تعليم لومړي واجب دي .

د وقف تعريف :

وقف په لغت کې ودرېدو او ځنډ کولو ته وايي ، او د تجويد په اصطلاح کې د کلمې په آخر باندې د ساه او آواز بندول او وروسته قرائت ته ادامه ورکول د وقف په نامه ياديږي .

د وقف اقسام :

په عمومي توګه وقف په دری ډوله دی : اضطراري ، اختياري او اختباري .

Untitled-001

وقف اضطراري :

وقف اضطراري هغه وقف دی چې د يو غير اختياري سبب له مخې مينځته راشي لکه : د تنفس تنګوالی يا ستړيا، ټوخی ، پرنجی او نور .

وقف اختياري :

په يوه کلمه باندې وقف اختياري عبارت له هغه وقف څخه دی چې قاري د کوم غدر پرته پخپل اختيار او اراده هغه تر سره کوي .

وقف اختباري :اختباري : هغه وقف دی چې زده کوونکی په يو عبارت باندې د معلم په غوښتنه تر څو زده کوونکی و آزمايي وقف وکړي .

Untitled-002

وقف تام :

وقف تام په يو کلمه باندې هغه وقف دی چې معنی پوره شي او د راتلونکي سره هيڅ لفظي او معنوي تعلق ونلري ، لکه د سورتونو په آخر باندي وقف ، د قصې په پای کې وقف ، د مؤمنانو او کافرانو د صفاتو په آخر او يا د جنت او ذوزخ د ذکر په پای کې او يا د نورو داسې موضعاتو په پای کې وقف کول چې د هغه موضوع پای وي .

حکم : وقف کول حسن دي .

مثال : [أُوْلَـئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ * إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ] (البقرة 5-6) (المثال الأول)

وقف کافي :

وقف کافي په يوه داسې موضوع باندې وقف کولو ته وايي چې د راتلونکی موضوع سره معنوي تعلق ولري نه لفظي ، يعنې په معنې کې يو له بله تعلق لري مګر په لفظ کې يو بل سره څه تعلق نلري .

حکم : وقف او وصل دواړه جايز دي .

مثال : وقف کول په (الْبَيْتِ) باندې په دغه قول د الله تعالی [فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ * الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ] (قريش 3-4)

ځکه چې ماقبل د مابعد سره په معنی کې تعلق لري مګر په لفظ او اعراب کې پيوستون او تعلق نلري .

وقف حسن :

په يو داسې موضوع او عبارت باندې وقف کولو ته وايي چې معنی يې پوره وي مګر راتلونکي موضوع د معنی پوره کېدو لپاره مخکې موضوع ته اړتيا ولري .

حکم : څرنګه چې معنی يې پوره (حسن مفيد ) ده ، وقف ورباندې پکار دی او د ادامه په حالت کې يې له راتلونکي موضوع سره اعاده او تکرار پکار نه دی ، مګر دا چې د آيت سره وي او د آيت په سر به مطلق وقف تر سره کيږي که څه هم معنوي او لفظي تعلق ولري ځکه چې د آيت په سر باندې وقف کول سنت دي .

وقف غير جايز :

وقف غير جايز داسې وقف دی چې قاري په داسې عبارت باندې وقف وکړي چې معنی يې پوره شوې نه وي او د راتلونکي عبارت سره لفظي او معنوي تلق ولري .

حکم : جايز نه دی مګر دا چې ضرورت وي لکه : د نفس تنګي ، توخی ، پرنجی او نور . نو کله يې چې اضطراري وقف وکړ په هغه باندې اعاده کول واجب دي .

وقف قبيح :

په کوم داسې عبارت باندې وقف کول چې راتلونکي عبارت سره لفظي او معني تعلق ولري او په معنی کې قبيح غلطي رامينځته کوي وفف قبيح بلل کيږي .

حکم : د ضرورت پرته حرام دی او که اضراراً وقف وشی اعاده يې واجب ده .

د وقف کولو طريقه :

په آخر د کلمې باندې دريدل يا وقف په څلورو طريقو تر سره کيږي

۱- وقف ابدال :

(بدلول ) د وقف په حالت کې د کلمې آخري توری په بل توري بدليږي

الف ) : کله چې آخر دکلمې تاء (ة) وي د وقف په حالت کې په (ه) بدليږي لکه : ( رَحْمَةً -  رَحْمَهْ)

ب ) : هغه کلمات چې په تنوين (دوه زورونه) ختم شوی وي د وقف په حالت کې په مدي الف بدليږي لکه : (حِساباً -  حِسابا) او که چیرته په (دوه زيرونو او دوه پيښونو) باندې ختم شوی وي آخري حرف یی ساکن کیږي.

۲- وقف اسکان :

(ساکن کول ) د ابدال او مفتوح تنوین نه بغير په نورو ټولو کلماتو کې د وقف په حالت کی د کلمې د آخري توري څخه حرکت لرې کيږي او ساکن ګرځول کيږي لکه : يَوْمُ __ يَوْمْ 

۳- وقف روم :

په کوم حرف چې وقف تر سره کيږي د هغه حرف دريم حصه ادا کول په ټيټ او خفيف آواز چې تنها قاري ته نږدې کس يې واوري د وقف روم په نوم ياديږي ، دا طريقه يوازې د مضموم (پيښ لرونکي ) او مکسور (زير لرونکي ) حرف لپاره هغه که منون وي او که نه جايزه ده .

لکه :

من قبلُ ط – غفورٌ ط – عَرْشُكِ – ﴿لَفِي خُسْرٍ

۴- وقف اشمام :

د وقف شوې حرف د ساکن کولو وروسته ، شونډې د ضمه (پيښ) په شان را ټولول پرته له دې چې د ضمه اواز واورېدل شي د وقف اشمام په نوم ياديږي .

چي يوازې ليدونکی يې حس کولای شي او وقف اشمام يوازې په مضموم (پيښ لرونکی ) حرف تر سره کيږي په زور او زير لرونکو حروفو کې نه تر سره کيږي لکه :

[إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ] .

يادونه :

د وقف روم فائده دا ده چې تر څو اورېدونکی د کلمې د آخري حرف حرکت تشخيص کړای شي .

د وقف اشمام فائده دا ده چې ليدونکی شخص ته د کلمې د آخرې حرکت ښودل دي .

يادونې وړ ده چې غير ماهر قاريان به د دغو دوو طريقه څخه کمه استفاده کوي او يا به هغه په کامله توګه ترک کوي ځکه د دغو طريقو عملي کول څه مشکل او باريک دی په خاصه توګه د روم طريقه ، د ماهر قاريانو پرته نور په اشتباه کې لويږي .

د وقف نښې :

د هري ژبی ويونکی چه کله خبرې کوي نو چيرته دريږي او چيرته نه دريږي ،کله ډیر او کله لږ ايساريږي او په دريدو او نه ودريدو کې د خبرې پوره بيان او په مفهوم کې یی ډير لوی دخل دی .

نو ضروري خبره ده چې ددی عظيم کتاب لوستونکی ددې رموزو يا علائمو پوره خيال وساتي او دغه علايم چې اهل علمو د دريدو او نه دريدو نښي مقررې کړي دي په لاندې ډول دی :

د وقف او وصل علائم

شميره

علامه

مطلب

تفصيل

۱

آيت

چېرته چې خبره پوره شي هلته وړه غوندې دايره وي چې دې دايره ته آیت وايې  دا د وقف تام علامه ده پدی ودريدل پکار وي .

۲

م

وقف لازم

په دې ځای کې درېدل لازمي دي ، د نه درېدلو په صورت کې په معنی کې خلل راځي .

۳

ط

وقف مطلق

دا د وقف مطلق نښه ده پدې باندې مطلقاً دريدل پکار دي .

۴

ج

وقف جايز

دا د جايز وقف نښه ده دلته دريدل غوره دی او نه دريدل جايز دي .

۵

ز

وقف مجوز

دلته وقف او وصل دواړه جايز دي مګر وصل د وقف په نبست غوره او قوي دی .

۶

ص

وقف مرخص

د رخصت ورکړ شوي وقف نښه ده چې دلته د نفس تنګی په وجه وقف رخصت دی يعنې که څوک ستړي شي وقف جايز دی او د هغه پرته وقف نه کول غوره دي .

۷

ق

قد قيل

دا د (قيل عليه الوقف) خلاصه دلته دريدل پکار نه دي

۸

ک

کذالک (همدارنګه)

کومه علامه چې مخکې تيره شوي وي دلته هم همغه ګڼل پکار دي .

۹

قف

ودريږه

دا علامه هلته پکاريږي چې د لوستونکی د پيوستی وينا  احتمال وي .

۱۰

لا

وقف نشته

دا علامه کله د آيت د پاسه ليکل شوی وي او کله د عبارت د ننه وي که د عبارت د ننه وي هلته دريدل بالکل نشته او که د ايت د پاسه وي پدی کې اختلاف  دی ځینی وايې دريدل روا دي ځینی بيا وايې نه دريدل رواه دي خو که ودريږي يا ونه دريږي په مطلب کې کوم خلل نه راځي  .

۱۱

قلی

قيل لا وقف عليه

ځينې علماء وايي چې دلته وقف نشته .

۱۲

صل

يوصل

(پيوسته کول )

دلته وصل او وقف دواړه جايز مګر وصل غوره دی .

۱۳

صِلی

الوصل اولی

دلته وصل غوره دی مګر وقف هم جايز دی .

۱۴

وقفه

د سکتې علامه

دا د اوږدې سکتې علامه ده دلته د سکتې په نسبت ډير دريدل پکار دي ليکن چه نفس جاري  وي .

۱۵

س

سکته

دا د سکتې نښه ده دلته لږ وخت دريدل پکار دي خو تنفس به باقی وي (آواز به بندوي لیکن ساه به نه ماتوي  ).

۱۶

...

معانقه

د معانقې د وقفونو معنی دا ده چې کچېرې په اول باندې ودرېدې او وقف دې وکړ نو په دوهم به تيريږي وصل به کوي او که په اول کې دې وصل وکړ په دوهم کې به وقف کوي .

سکت :

تعريف :

سکت په لغت کې (د آواز بندولو) ته وايي او په اصطلاح کې د آواز قطع کول پرته د ساه له اخيستلو څخه (آواز به بندوي لیکن ساه به نه ماتوي  ).

حکم :

سکت د دوو حرکتونو په اندازه کول واجب دي .

سکت د (س) او يا هم (سکته ) په علامه ښودل شوی وي .

په قرآنکريم څلور سکته تر سره کيږي .

۱- سوره الکهف آيت :۱ .

۲- سوره يس آيت : ۵۲ .

۳- سوره قيامة آيت : ۲۷ .

۴- سوره المطففين آيت : ۱۴ .

قطع :

تعريف :

د قرآنکريم د قرآئت پای ته رسول او په بل کار مشغولېدل د تجويد په اصطلاح قطع بلل کيږي .

قطع يوازې په آخر د آيت کې تر سره کيږي ، په مينځ د آيت صحيح نه ده او د کلمې په مينځ قطع کول جواز نلري .

قطع :

نون قطني :

د وصل په حالت کې کچېرې د تنوين نه وروسته د وصل همزه راشي نو تنوين په نون مکسوره سره بدليږي چې همدې نون ته نون قطني وايي چې په قرآنکريم د کوچني (ن) په شکل ليکل شوی وي .

مثال :

تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ن ، الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ (الملک : ۱،۲ ) .