د ساکن ميم احکام

ساکن ميم دری احکام لري ادغام ،اخفاء او اظهار

۱-ادغام :

ساکن میم فقط په ميم کې ادغامیږي .

کله چی د ساکن ميم نه وروسته بل متحرک ميم راشي نو ميم په ميم کې مدغم کيږي او د يوه الف يا دوو حرکتونو په اندازه غنه پکې کيږي . لکه : (أَمْ مَّنْ) (وَمِنْهُمْ مَّنْ) (کَمْ مِّنْ) (لَهُمْ مَغْفِرَةٌ) .

۲- اخفا :

کله چی له ساکن ميم نه وروسته د (ب) حرف راشي له غنی سره اخفا کيږي چی دیته شفوي اخفا هم ویل کیږي یعنی شونډی به دیوه ویښته په اندازه فاصله لري او مکملی به نه سره لګیږي .

احکام تجويد لیکي چې که د ميم نه وروسته د (ب) حرف راشي اخفا او اظهار دواړه روا دي ولی اخفاء کول غوره دي .

مثال : (هُمْ بَارِزُونَ) (کَلْبُهُمْ بَاسِطٌ) (إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ).

۳- اظهار :

د ادغام او اخفا حروفو (م،ب) پرته نور شپږويشت حروف که له ساکن ميم وروسته راشي اظهار کيږي . يعنی ساکن ميم له غنی پرته ښکاره او له خپل مخرج څخه ادا کيږي .

لکه : أَنَّ لَهُمْ جَنَّتٍ – أَمْ حَسِبْتُمْ اَن تدخل– ألْحَمْدُ للهِ ، لهم فیها

خو د نورو حروفو په پرتله په (و، ف ) تورو کې  د مخرج د اختلاف په وجه اشد اظهار کيږي لکه : په “و” کې امْوَالٍ او په  ”ف”  کی  کَيِدَهُمْ فی تَضْلِيْلٍ

د ساکن ميم احکامو لنډيز

ادغام

کله چې د ساکن ميم وروسته متحرک ميم راشي ادغام صورت نيسي چې د متماثلين ادغام بلل کيږي .

مثال

حرف

و منهمْ من – كمْ من – أمْ من

م

دې ادغام ته متماثلين ادغام وايي ځکه دواړه توري يو شان د يو مخرخ څخه دي او همارنګه ادغام ضغير هم بلل کيږي ځکه چې اول يې ساکن او دوهم يې متحرک دی.

اخفاء

کله چې د ساکن ميم وروسته د باء حرف راشي اخفاء ميځته راځي چې يوازې په دوو کلمو کې ميځته راځي .

مثال

حرف

همْ بارزون – کلبهمْ باسط

ب

اظهار

کله چې د ساکن ميم وروسته د «باء او ميم» حروفو پرته د هيجا نور حروف راشي هلته اظهار کيږي ، يعنې د غنې پرته څرګند لوستل کيږي

مثالونه

أمْ أمنتم – يمْترون – أن لهمْ جنات – أمْ خلقوا

مشدد نون او ميم

مثال

حروف

په اسماء کې

په افغالو کې

په حروفو کې

منَّا

تظنُّون

انَّ

ن

همَّاز

دمَّرناهم

ثمَّ

م

حکم : د دوو حرکتونو په اندازه غنه کول .

 

غُنه : غُنه هغه آواز دی چې له خيشوم (د پوزې له وروستۍ برخې ) څخه راوځي او د يوه الف يا دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .

يو حرکت دومره وي لکه خلاصه ګوته چې بنده شي يا تړل شوي ګوته چې خلاصه کړل شي .

غنه په ميم مشدد ، ميم مدغم او ميم اخفاء ، نون مشدد ، نون مدغم نون احفاء او تنوين کې تر سره کيږي

غنه لره پنځه مراتب دي :

۱- المشدد ( شد لرونکي ميم او نون کې کامله غنه تر سره کيږي) .

۲- المدغم ( د ادغام په صورت کې کامله غنه تر سره کيږي) .

۳- المخفي ( د اخفاء نون او تنوين او اخفاء شفوي او اقلاب په صورت کې کامله غنه د دوو حرکتونه په اندازه تر سره کيږي) .

۴- الساکن المظهر (کله چې نون ساکن وروسته حلقي حروف وي په نون کې ناقصه غنه تر سره کيږي او د شفوي اظهار په صورت په ميم کې ناقصه غنه ادا کيږي ).

۵- المتحرک ( په نون او ميم متحرک کې ناقصه غنه تر سره کيږي  ) .