دقرآنکريم چاپ نشر او خرچول جايز دي ؟ همدارنګه د قرآنکريم حصې حصې کول مثلاً (پنځه سورتونه ،یوولس سورتونه يا سپارې سپارې کول د تعليم وغیره د پاره جايز دي . المستفتی نمبر ۱۳۵۲ .
ځواب : مصاحف مطبوعه يا د قلمي مالک ملک دي نو هغه يې خرچولي شي او د هغه د تجارت نه ګټه حاصول جايز دي ، همدارنګه د قرآنکريم حصه حصه کول مباح دي او د ماشومانو د تعليم د پاره سپاره سپاره کول ګټور دي او د سلف او خلف همدا معمول دی (کفايت المفتي ج ۸ ص ۳۸ ) .
وعن ابن عباس رضی الله عنه انه سئل عن احرة کتابة المصحف فقال لابأس انماهم مصورون وانهم انما ياکلون من عمل ايدهم (مشکوة شريف ) کتاب البيوع ،باب الکسب مطلب الحلال ج ۱ ص ۲۴۲
وجاز تحلية المصحف لما فيه من تعظيمه کما فی نقش المسجد وتعشيره ونقطه ای اظهار اعرابه وبه يحصل الرفق جداً خصوصاً للعجم (الدرالمختار ج ۶ ص ۳۸۶ ) سعيد کمپني .
آن لاين اسلامې لارښود