تر هر څه د مخه سلامونه او نيكى هيلى مى ومنى
سوال مى دادى چې ايا د ورځى له خپلى ماندينى سره جماع (كوروالى) د اسلام له نظره روا ده او كنه كه لږ توضيح راكړى .
ډيره زياته مننه – جمالزى له كابله
 ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
نه د جماع د ترک يا فضيلت د پاره څه وخت نه دی ټاکل شوي بلکي د حيض ،نفاس ،احرام ،روژي پر مهال يا چه ښځه ناروغه وي هغې ضرر رسيږي جماع کول حرام دي نور په عادي حالت کې هر وخت که شپه وي او که ورځ د نهی او فضيلت کوم وخت نشته .(فتاوي اهل سنت اوجماعت )
کله چه خاوند له خپلې بی بی څخه د بسترې غوښتنه وکړي ښځه بايد د خپل خاوند غوښتنه پوره کړي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اِذاَ دَعَا اَ لرَّجُلُ زَوْجَتَه لِحَاجَتِه فَلْتَاْتِه وَ اِنْ كاَنَتْ عَلی التّنُّورِ ( تَرمذي ،نسائی ).
((کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړي نوهغه لره راتلل پکار دي اګر که دتنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وي )).
آن لاين اسلامې لارښود