محترمو دا سلامی لارښود کارکوونکو لومړی دمدینی جانان تخفه درته وړاندی کوم
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة
دستاسو څخه ډیره مننه کوم چی زمونږ پښتنو ته ډیر ښه مفصل ځواب وايی .
زما یوه پوښتنه ده زمونږ یو خپل پینځه ښځې کړی دي او طلاق یی هم نده ورکړی ټوله پینځه ښخې لری ایا د پینځمې ښځې سره چی یو ځای کیږی ایا دا په زنا کې نه راځي  دستاسو نظر پری غواړم مننه په احترام – جهادمير
ځواب
وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی دامسئله چې په اسلامې شريعت کې د يوې نه علاوه نورو ترڅلورو ښځو سره نکاح کول کوم واجب حکم نه  دی بلکې رواه ده  هغه هم د عدالت قايمولو په صورت کې .
فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً ( النسآء 3 )
ژباړه : پس که تاسې ويريږی چې عدالت به ونه شی کړای نو يوه ښځه وکړﺉ .
وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ (النسآء 129 )  
ژباړه : دښځو په منځ کې په تمامه معنی عدالت ستاسې په وس کې نشته که تاسې وغواړی هم نه يې شی کولای له همدی امله دالهې دستور له مخې تاسې يوی لورې ته دومره ميلان مه کوی چې هغه بله معلقه وکرځوی .
معلقه داسې چې نه ميړه لرونکې وي اونه بې ميړه نه .
په هغه صورت کې چې سړي د بل واده توان ،طاقت او امکانات ولري نو بيا کولای شي يو کس څلور ښځې په نکاح کړي د څلورو نه  زياتو سره نکاح کول جايز نه دي .
قوله تعالی : وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَى فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً (النسآء 3 ) .
د پنځمې ښځې سره نکاح نه صحي کيږي کله چه نکاح صحي نه شي نوموړی کس زاني دی که اسلامې حکومت وي حد ورباندې جايري کيږي .