ولی د سهار سنت له فرضو ورسته نه ادا کيږي ؟

دسهار دفرضو نه مخکې سنتو احکام  
د سهار د فرضو نه مخکې سنتوباندې  په احاديثو کې پرهغه ډير تاکيد او ټينګار شوی دی
دحضرت بی بی عائشه رضي الله عنها څخه روايت دی .
چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلې چه د سهار دوه رکعته سنت تر دنيا او هغه چه په دنيا کې شته بهتره دی  ( مسلم شريف ) .
 
نو ددغه تاکيد له وجې که چيری يو سړي دغه سنت نه  وي کړی او جماعت ولاړ وي نو که دلمونځ کونکی خيال داوي چه ورستی رکعت به ونيسم نو اول بايد په داسې ځای کې سنت وکړي چه د امام دقرآئت آواز نه اوری بيا به په جماعت کې شريک شي .
که دجماعت دتيريدلو ويره وي آخری رکعت وي نو بيا سنت پريږيدي په په جماعت کې به شريک شي .
فوت شوي سنت به د لمر ختلو ورسته وکړی .
مخکې کې مو هم اشاره ورته وکړه چې د سهار په سنتو ډير ټينکار شوي دی په هر وجه چې فوت شی نو قضايې راوړل يې ضرور دي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي :
مَنْ لمْ يُصَلِّ ركْعَتي الفَجْرِ فليُصَلَّهمَا بعدَ ما تَطلِعُ الشَّمسُ
چه چا دسهار سنت نه وي کړی هغه ته پکار ده چه د لمر ختلو نه پس يې وکړي . (ترمذی ).
د جماعت ورسته ځکه نه ادا کيږی چه د سهار د لمانځه ورسته تر لمر ختلو او د مازديګر له لمانځه ورسته تر لمر لويدلو هيڅ ډول لمونځ کول جايز نه ندی .
أَنَّ النَّبيَّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَن الصَّلاَةِ بَعدَ العَصْرِ حَتَّى تَغْرُبَ الشَّمْسُ، وَبَعدَ الصُّبحِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ (ترمذی ) .