په اسلام کی کار، کسب او تجارت

1- په ټنګ غزم کاراوبار کوی چی خلکو ته محتاج نشی اومه پر چا ځان باروی له حضرت نبی صلی الله علیه وسلم څخه خلکو پوښتنه وکړه تر ټولو غوره ګټه کومه ده وی فرمایل دخبل لاس ګټه او هغه کاراوبار چی به هغه کی درواغ او خیانت نه وی .

همدارنګه فرمایی :عبادت لس حصی دی دهغه ۹ نه حصی حلال رزق دی .

۲- دکاراوبار دپرمختګ لپاره تل رښتیا لاره غوره کړی له درواغو چل او فریب څخه ځان وساتی حضرت نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی :دقیامت په ورځ به خدای جل جلا له له هغه سړی سره نه خبری وکړی اونه به ورته وګوری نه به بښنه ورته وکړی اونه به یی جنت ته داخل کړی ،چی په درواغو قسمونو خوړلو خپل کاراوبار ته پرمختګ ورکول غواړی (مسلم ).

۳- په کاراوبار کی تل امانت اودینداری غوره کړی ،اوهیڅکله چاته د خراب مال په ورکولو اویا ذیاته ګټه خپله حلاله کټه مه مرداروی .

حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :رښتنی اوامنتدار سوداګر به دقیامت په ورځ دنبیانو ،صدیقینو ،او شهداو سره یو ځای وی(ترمذی).

۴- داخستونکی پرځان دباور راوستلو کوښښ وکړی ،چی هغوی تاسی خپل خیرخواه وګڼی پرتاسی باور وکړی ، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی :چاچی پر پاکه اوسپڅلی ګټه ګزاره وکړه زما په سنتو یی عمل وکړ او خلک یی له خپل ضرر نه وساتل نو دا سړی جنتی دی په جنت کی به داخل شی ،خلکو وویل یا رسوالله داسی خلک خو په اوسنی وخت کی ډیر دی هغه (ص) وفرمایل زما نه ورسته به هم داسی خلک وی (ترمذی).

۵- په کاراو بار په وخت کلک اوپابند اوسی ،خپلو دفترونوته په ټاکلی حاضری ځانونه ورسوی او همدارنګه په خپل وخت دوکان ته ځان ورسوی په غزم او ښه صبر سره کینی ، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :دروزی په تلاش اوحلالی ګټی پسی سهار وختی ووځی ځکه دسهار وختی په کارونو کی برکت او پراخی وی (طبرانی).

۶- په خپلو ماتحتو مامؤرینو او نوکرانو مو رحم وکړی تل ورسره دنرمی او سخاوت رویه کوی او مزدوری پر خپل وخت ورکوی، نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :دخدای جل جلاله په مخلوق رحم وکړی تر څو خدای جل جلاله پر تاسی رحم وکړی .(سیرت نبی)

۷- په خرید اوفروش کی تل دنرمی رویی نه کار واخلی او له پورغوښتونکو سره سختی مه کوی اودوکان دار په دی سره مه ناهیله او رړه توری کوی اونه دهغوی نه دپور یا قرض په غوښتلوکی له ډیر ټنګار یا بد چلن نه پوره ځان وساتی .

حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده : خدای جل جلاله د په هغه سړی رحم وکړی چی په خرید اوفروش اوغوښتلوکی له نرمی او ښو اخلاقو کار اخلی (بخاری).

بل ځای فرمایی :دچاچی داغوښتنه وی چی خدای ج دقیامت په ورځ له غم او تکلیف نه وساتی نو هغه ته پکار دی چی تنګ لاسیو پوروړیو ته وخت ورکړی اویا تری دپور بوج لری کړی (مسلم ).

۸- دمال له عیب پټولو او اخستونکی ته له دوکی ورکولو ځانونه وساتی، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :

۹- دقیمتونو دلوړوالی په هیله دخوراک اوچښاک شیان مه ذخیره کوی او دخدای (ج) مخلوق ته غم اوپریشانی مه جوړوی ،دستاسی دیوه جیب ډکولو په هیله ټول عالم ته غم مه جوړوی . حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :ذخیره کونکی څومره بد سړی دی بل ځای فرمایی :ذخیره کونکی څومره بد سړی دی چه کله خدای جل جلاله شیان ارزانه کړی نو دی خفه کیږی اوچی کله قیمتونه لوړیږی نو دده زړه خوشحاله شی .(مشکوه).

۱۰- په خرید اوفروش کی دګز اوتول دکمی نه پوره ځان وساتی په قرآن کریم کی الله جل جلاله د التطفیف په سورت کی فرمایی :په اندازه او وزن کی دکمی کونکو لپاره هلاکت دی ،څوک چی له خلکو نه ګزیا تول کوی نو پوره پوره یی کوی اوچی خلکو ته کز یا تول کوی نو کم کوی ،ایا داخلک نه پوهیږی چی دوی به بیا را ژوندی کیږی او راپورته کیږی په یوه ډیره سخته ورځ په کومه ورځ به چی ټول انسانان دخپل رب په حضورکی ولاړوی.

دکسب او دندی لرونکو خلکو :

الیف) مامورینو! په پوره امانت داری او عدالت کار وکړی او دعارضینو سره ښه رویه اونیک چلن وکړی ،هغوی ته درشوت اخستلو په هیله بی ځایه بهانی مه لټوی درشوت په مرداره روزی ځان او کورنی مه مرداروی ،که تراوسه څوک ورباندی ککړ وی نو الله جل جلاله ته په اخلاص رجوع وکړی باور وکړی چی خدای ج توبه قبلونکی او ډیر مهربان دی

ب) مدرسینو او معلمینو ! تاسی ته خلک خپل کوچني ماشومان په دې هیله درلیږي چه اولاد مو په نیک تعلیم او نیکه تربیه سمبال شي تر څو اولاد مو د دنیا او آخرت غزت او آرامی په برخه شي پام کوی! دغه لوی امانت کې لږ غفلت هم ونه کړی ،ستاسو نیک تعلیم او نیکه تربیه دټولی ټولنی نیک تعلیم او تربیه ده او ستاسو خرابي او بربادي دټولی ټولنی بربادي ده .هغوی ته په پوره امانتداری او زړه سوی درس ورکړی خیر که معاش مو کم دی که په دنیا کی څه نه لری نو آخرت ته څه درسره یوسی ځکه چی ابدی ژوند دی.

ج )انجنیرانو او تخنیکی کارکونکو ! تاسی ته دملک اصلی سرمایه په لاس درکول کیږی او تاسی ته دکار دکتنې او له خیانت څخه دمخنوي دنده در سپارل کیږی نو که تاسی غله او خاینان شی نو بیا به دغلو مخه څوک نسي که شړوبې خوسا شی نو مالګه وراچول کیږی اوکه مالګه خوسا شی نو بیا به څه کوو دبیت المال ذیاته برخه سرمایه په سړکونو پلونو اوبو رسونې او ودانیو لګیږی چی دا مصرف به هلته په ځای وي چه یو دیندار کامل مسلمان او پر خپل مسلک حاکم انجنیر په سرپرستۍ تر سره شي ،اوپه هر کار کی باید د جایری صدقی او حلالی روزی نیت ولرو .خو داسی دفسق او بدکاریو ځایونو په جوړولو کی له سره کار مه کوئ چی بیا به تر ابده دهغه په ګناه کی شریک وی .

ښه امانتداره او دمحمدرسوالله د امت واقعی انجنیران شئ تر څو د اسلامی امت سترګی درباندې یخی او نور افغان ولس د پردیو له احتیاجه خلاص شی .

د ) داکترانو ! تاسی خدای (ج) د ناروغه خلکو د تداوی وسیله ګرځولی یاست د اسلام مقدس دین په دی رابطه چه څومره هغو کسانو ته چه دبل مسلمان ورور سختي لری کوی اجر او د ښه انجام  زيری ورکړی نو زه به یی کله پدی وړوکي مضمون کې راټول کړای شم د انسان هغه ځایونه حتی د زنانوو چه پټول یی خدای جل جلاله فرض کړی د درملنی لپاره داکتر صاحب ته يې د هغی ښودل روا کړی او همدارنګه د اسلام مقدس دین خپلو پیروانو ته وایی دداکتر دمشوری مطابق به پرهیز کوئ همدارنګه په نورو ډیرو چارو کی د داکتر مشوری ته اسلام د قدر په سترګه ګوری ،خو دا داکتر سره له دومره قدر به څوک وی ؟ هغه چه دینداره زړه سواندی او دخلکو ناموس خپل ناموس وګڼی .

تاسی ته خلک له لرې لرې ځایو د صحي درملنی لپاره راځي په پوره کوښښ یی تداوي وکړی د مرض په تشخيص که ښه پوه نه شوی نو ضروري معانیات ورته ولیکی او ورسته دوا ورکړی داسی مه کوی چه په بیړه يې ژر ژر تر لاس تير کړه  تر څو جیب می ښه ډک شي تنها دجیب ډکولو ته پام مه کوه لږ څه آخرت ته هم پریږدئ ،دنویو معلوماتو دلاسته راوړلو لپاره مطالعه وکړئ او ځان ښه ورسوئ تر څو افغان ولس نور له احتیاجه خلاص شي او دغه ولس دا هم ښه نه بولي چه خپله ښځه اندو یا بل غیر مسلم ته ورولي خو چی تداوی يې تاسی ونشی کړای نو بیا خو مجبوریت دی .