په رښتنې مؤمن به د قيامت ورځ لنډه شي
يخفف علی المؤمن حتی يکون عليه کالصلوة المکتوبة (رواه بيهقی فی البعث والنشور)
په رښتينی مؤمن به دا ورځ داسې لنډه او آسانه شي لکه د يوه فرض لمونځ په شان .
تشريح : دقيامت ورځ دقرآن او حديث نه معلوميږي چه د پنځوس زره کالو وي خو دا ورځ به په رښتنی مؤمن لنډه او آسانه وي کله د يوه فرض لمانځه وخت .
 اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيوري لاندی وي
- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي’ لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم).
اووه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی دالله تعالی عبادت کوی ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوی کله چه یو لمونځ آدا کړی دبل په فکر کی وی) ۴- هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چه پداسی پټه طريقه صدقه ورکړی چه بل لاس تری هم خبر نشی ۷- هغه کس چه دالله تعالی ذکر په تنهایی کی وکړی او اوښکی یی وبهيږی (یا په پټه کی د خپلو ګناوو په یادولو دالله تعالی له ويری
وژاړی يا دشوق او محبت له وجی دذکر پر وخت پټ وژاړی). 
کوم سړی چه غواړی دقيامت د ورځې له سختيو نه وساتل شي 
من سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړی چه غواړی دقيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتی نو هغه ته پکار دی چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړی يا یی قرض بالکل معاف کړی. 

آن لاين اسلامې لارښود